(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۷)
د بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو رسنیو ته په ډاګه کړې چې د دغه وزارت له کارمندانو څخه د ټافل آزموینې لازمي بڼه غوره کړې او که څوک پاتې راتلل، د وزارت کارمند نه شي جوړیدلی.
د “ټافل“ آزموینه دا چې هر کارمند به پر امریکایي انګلیسي بشپړ تسلط لري، یا به یې په امریکا کې وخت تیر کړی وي.
په پام کې ده چې دا آزموینه په وزارت کې له نویو ګمارل کیدونکو کارمندانو او زړو مامورینو یو ډول واخیستل شي او یواځې هغه کسان به د وزارت په لوړو پوسټونو د تقرر حق ولري چې ټاپ امریکایی انګلیسي باندې خبرې کولی شي.
دې موضوع په یاد وزارت کې پراخې ناندرۍ راپارولې او مامورین یې د ارګ د ځانګړې کړۍ مرموزه دسیسه بولي.
دوی وایي ، چې له ټافل آزموینې سره کوم حساسیت نه لري خو په وینا یې چې باید د وزارت له ټولو اړوندو چارواکو یو ډول آزموینه واخیستل شي.
د وزارت مامورین وایي، لومړی باید دغه آزموینه د وزارت له مرستیالانو او سفیرانو واخیستل شي او بیا دوی تیار دي چې په کې ونډه واخلي.
خو حکومت د دوی د غوښتنې په تړاو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
د یادولو وړ ده چې که مامورین په یاده آزموینه کې پاتې راتلل ، حق نه لري څو خپلې دندې نور مخته یوسي او له وزارت به حذف کیږي.


















