مجاهد: د طالبانو په ليکو کې بهرني اتباع شتون نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۷)
طالبان وايي، په افغانستان کې د طالبانو په ليکو هيڅ بهرني وسله وال شتون نه لري او د رسنيو له لوري ورته ډول راپورونه خپرول یوازې اوازې دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه په يوه خپاره کړي خبر کې د طلوع تلويزيون هغه راپور (پروپاګند ) بللی چې د يوې غربۍ رسنۍ له قوله يې د (اسلامي امارت د کوم مشر) په حواله ويلي و چې (ګواکې په افغانستان کې تر درې زرو پورې بهرني اتباع شتون لري خو د خپلو هېوادونو پرضد اقدام ته نه پرېښودل کېږي).
طالب وياند د طلوع تلويزيون شيطاني رسنۍ بللې او دغه راپور يې رد کړی زياتوي ” موږ دغه راپور او د اسلامي امارت په کوم مشر باندې داسې بې اساسه تور پورې کول په کلکه ردوو”.
نوموړی وايي، شيطانې کړۍ د استخباراتي ادارو په غوښتنه ورته ډول اوازې خپروي او غواړي په دغه حساسو شيبو کې خلکو ته تشویشتونه پيدا کړي.
طالبانو ټولو خواوو ته ډاډ ورکړی چې په هېواد کې د طالبانو په ليکو کې کوم بهرنی تبعه نشته او ټول بهرنيان چې د شوروي يرغل پر مهال افغانستان ته راغلي و (په افغانستان د امريکايي يرغل پر مهال ټول بيرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول).
طالبانو ويلي، چې له خپلې خاورې څخه هیچاته اجازه نه ورکوي چې ناوړه کړنې ترسره کړي.
طالبانو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د بهرنيو اتباعو يا وسله والو شتون رد کړی دی.


