ملګري ملتونه: ولسي جرګې ټاکنو غوندې، ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډوډۍ د منلو نه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۷)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تاداميچي ياماماتو ويلي، په افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو غوندې په ولسمشريزو ټاکنو کې ګډوډۍ ورته د منلو نه دي.

ياماماتو، دغه څرګندونې تيره شپه په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وکړې.

که څه هم په تيرو ولسي جرګې ټاکنو کې د امنيتي ګواښونو او په ټاکنو د خلکو د بې باورۍ له کبله ډيرو خلکو ګډن نه و کړی خو د ياماماتو په وينا بيا هم تر يوې اندازې زياتو خلکو په ټاکنو کې برخه اخيستې وه.

هغه د ټاکنو په کمېسيونونو غږ وکړ چې راتلونکو ټاکنو کې د ولسي جرګې ټاکنو په څير تيروتنې نه کوي او ټاکنې دې په ښه مديريت ترسره کړي.

د سياسي ګوندونو، نوماندانو او شنونکو په وينا، د ولسي جرګې د تيرو دوه ورځو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او ډيری نوماندانو د پيسو، فساد او رشوت ورکولو په مټ پارلمان ته لاره پيدا کړې ده.

د ټاکنو شکاياتو کمېسيون وايي، د ولسي جرګې ټاکنو په دوه ورځو کې له يوولس زره څخه زيات شکايتونه ثبت شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button