په دېواله درته ولاړه ….

نعمان لطیف
په بیړه یې بیکونه وتړل او د عربي اماراتو پر لور وخوځېدل. فکر یې کاوه امریکایان به یې په طالبانو ومني او تالار کې به بې له تقسیم اوقاته تر ټولو پورته او مخکې پرلت ووهي.
ډاکټر غني په ډېر عجلت ارګ ته د سولې په نوم تازه ټاکل شوی مشورتي بورډ وروغوښت او د کابل یخ ژمي کې ئې د ارګ په دهلېزونو کې تاوده پیتاوي ته د سولې په اړه تر خپل حیثیت او خولې پورته خبرې اترې پیل کړې.
د افغان کشالې د حل په تړاو د مذاکراتو نوی پړاؤ دعربي اماراتو په ابوظبي ښار کې پیل شو. طالبان، امریکایان، سعودیان، پاکستانیان او اماراتیان د مذاکراتو تالار ته ولاړل او د کابل پلاوی د طالبانو په غوښتنه تالار ته پرېنښودل شو.
طالبانو چې قطر کې دفتر جوړ کړ، د دفتر په دروازه یې د اسلامي امارت لوحه وځړوله او سپین بیرغ یې دننه په کې پورته کړ، حامد کرزي د نن مشورتي بورډ کې د شاملو ځینو غړو په غوښتنه غوغا جوړه کړه.
طالبان چې هغه مهال ورته د قطر دفتر له اوږدې جګړې او ناخوالو د مظلومو افغانانو د خلاصون یو ووړ څرک ښکارېده، د بیرغ ښکته کولو ته راضي شول. له بده مرغه تر حامد کرزي چارچاپېره تاو شویو جنګسالارانو نازونه او نخرې زیاتې کړې او آن د قطر دفتر ختمول او کابل ته د انتقال غوښتنې یې پیل کړې، چې له مجبوریته طالبانو دمذاکراتو باب وتاړه.
پرون چې د ابوظبۍ په مذاکراتي ناسته کې د ډاکټر غني استول شوي پلاوي پسې د طالبانو په غوښتنه د تالار دروازه وتړل شوه او خړ مخ د تالار دروازه کې ایسار کړای شول، د قطر دفتر لومړی وخت مې ذهن ته راغلی.
هغه مهال امریکایانو دوی ته ضرورت درلود، ځکه یې اهمیت ورکاوه او خبرو ته یې غوږ نېوه. اما اوس حالات هغسې نه دي.
اوس چې امریکایانو جګړه بایللې او د ګټې هیلې یې ناهیلي دي، امریکایي ادارې ته د کابل چارواکو ارزښت بایللی او له افغانستانه د باعزته وتلو لپاره یې طالبان د افغانستان د اصلي وارثینو په توګه منلي دي.
طالبان له امریکایانو سره په مذاکراتو بوخت دي، دکابل اداره له مذاکراتو بهر پاته ده او، د عطا نور په اصطلاح، د پیپسي بوتل په څېر تر استعمال وروسته غورځول شوي دي؛ کابل کې ناستو امریکایي مزدورانو ته پیغور هم نه ورکوو، پسخند هم نه پرې وهو، د ورورولۍ مشوره مو ورته دا ده چې مخکې تر دې چې لا نور مسخره شئ، تذلیل شئ، ورټل شئ او یا د ښکېلاکګرو تېښتې ته داسې ضامنان شئ چې خپل وجود وبایلئ؛ دا درته غوره ده چې له امریکایانو را جلا او د خپلو وروڼو طالبانو خوا ونیسئ.
امریکایانو او د سیمې هېوادونو منلې چې طالبان نه ماتېدونکی قوت دی، مقاومت یې په حقه دی او همدا لامل دی چې تاسې له تالار بهر پاته یاست او طالبان د افغانستان او ولس د نمایندګانو په بڼه له امریکایانو، او د سیمې له هېوادونو سره په مذاکراتو بوخت دي.
تاسې ګرېوانونو ته وګورئ چې حیثیت مو څه دی؟!
په ارګ کې ناست مشورتي بورډ له خوراک څښاک، نسوار، چیلم او تمباک هاخوا بل کوم مسؤلیت او سوژه لري چې خبرې پرې وکړي؟
هغه څه چې د ابوظبۍ مذاکراتي ناستې په اړه یې موږ او تاسو په رسنیو اورو او وینو، دوی هم، همهغسې د رسنیو خولو ته غوږ ـ غوږ دي.
شرم همدومره بس دی چې ټول ملت درپسې خاندي، په مقام او حیثیت مو ملنډې وهي، د سولې غوندې په حیاتي مسئله کې له پام غورځولی شوي یاست او د ملت پر وژنو مو خولې ګنډلي دي.
تاسې ته کوم حیثیت درپاته دی؟ که څوک په ټوکه کې درته ووایي چې اوس مو ټوله یارانه او حیثیت دې حد ته رسېدلې ده چې تمامه ورځ خلیل زاد ته د پښتو دا پخوانۍ سندره میسج کوئ: په دېواله درته ولاړه ـ ستړې دې کړم ستړې دې کړم زما د خړ پتلون جانانه؛ نو رښتیا به یې درته ویلي وي.



