فارياب: د کومانډو ځواکونو قومندان په شمول لس عسکر وژل شوي دي

دفاع وزارت او طالبان يو بل ته د تلفاتو اړولو ادع کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۷)

د فارياب ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوي چې دواړه غاړې يوبل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د دفاع وزارت وايي، په خواجه سبزپوش او دولت اباد ولسواليو کې د عملیاتو پر مهال اتلس وسله وال وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

له بله پلوه طالبان وايي، په ګرزيوان ولسوالۍ مربوط د دولتي ځواکونو هغه بريدونه چې د بهارک په سیمه کې يې ترسره کړل د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، دغه نښتې د شپې له يوې بجې پيل او تر سهار پنځو بجو پورې روانې وې چې په ترڅ کې يې لس د کومانډو ځواکونو د يوه مهم قومندان (عبدالخبير پنجشيري) په شمول لس کومانډويان ووژل شول چې د پنځو تنو جسدونه يې په ميدان پاتې شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، له سهار سم پاتې عملياتي عسکر له سيمې په شاه شوي او طالبانو ته د وژل شويو عسکرو دوه د شپې دوربينونه، دوه ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات لاسته ورغلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په ياده ټوله جګړه کې درې تنه طالبان هم ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button