له ويره تللي افغان بيا وير ته راشي؟

کابل غږ

خاموش

په افغانستان کې، د نورې نړۍ په څېر، د کډوالو ورځ په بېلابېلو غونډو او د پراخو فنډونو (بوديجو) په مصرفولو سره ونمانځل شوه او پکې په نورو هېوادونو کې د مېشتو او هم پخپله په هېواد کې له بهره د راستنو شوو افغان کډوالو په ستونزو ويناوې وشوې. د تېرو کلونو په څېر به، نن او څو ورځې د رسنيو سرخطونه شي، بيا به تر بل کال پورې څوک د کډوالو په اړه له خولې غږ هم نه پورته کوي.

حکومتي چارواکي چې په دغه ډول غونډو کې ګډون وکړي، ښې غوړې وعدې په خپلو ويناوو کې وکړي.. خو بيا نه هغه وينا ورته ياده وي او نه کړې وعدې.

د ACLED په نوم د یوې ادارې د وروستي رپورټ له مخې، سږ ۲۰۱۸ز کال کې، په افغانستان کې نږدې ۴۴ زره افغانان وژل شوي دي. له يوې خوا حکومت په بهر کې پر مېشتو افغانانو باندې غږ کوي چې خپل هېواد ته راستانه شي او له بلې خوا په داخل کې ورځ په ورځ د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راځي.

هغه افغانان چې تراوسه پورې بهر ته په افغانستان کې د مرګ ژوبلې او نورو ستونزو له امله په وير تللي ، بيا  څه له راشي؟ له همدې ويره، چې افغانان پرې په مرګ ژوبله اخته دي، له هېواد ه بهر په خپلو ستونزو، د دوستانو او خپلوانو په بېلتون وير وکړي او که په داخل کې پر مرګ ژوبلې د وير لپاره بيا راشي؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button