د مالیې وزارت: د لوړ رتبه مامورینو تنخواوې کموو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۸)

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، په پام کې لري څو د لوړ رتبه مامورینو تنخواوې را کمې او د ټیټ پوړو کارمندانو په معاشاتو کې زیاتوالی راولي.

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي رسنیو ته ویلي ، حکومتي مشرانو ورڅخه د داسې طرحې غوښتنه کړې چې د ټیټ پوړو کارمندانو معاشاتو کې دې د زیاتوالي تر څنګ د لوړ رتبه چارواکو معاشات را کنترول کړي.
نوموړی ویلي، اوسمهال د ۸۰ سلنه ټیټ پوړو کارمندانو معاشات یواځې شل سلنه لوړ پوړي چارواکي تر لاسه کوي.

مسجدي وایي ،د اجیرانو، موټر چلوونکو او د دفترونو د صفاکارانو معاش له شپږو تر ۷ زرو افغانیو دی، په داسې حال کې چې چارواکي بیا سلګونه زره افغانۍ معاش اخلي.
د نوموړي په وینا، د دې کسانو معاشات به تر ۱۴ زره افغانیو او د ټیټ رتبه مامور معاش چې ۹ افغانۍ وې تر ۱۸ یا شل زره افغانیو پورته وي.
دغه راز به د معینانو رئیسانو  چې درۍ سوه زره یا ۳۵۰۰۰۰ میاشتنۍ تنخواوې یې درلودلې، تر دوه لکه او   ۲۲۰ زره افغانیو پورې را کمې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button