(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۹)
د امريکا ملټري ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې په ابوظبۍ کې د امریکايي استازي او طالبانو تر منځ په خبرو کې تر ډيره بحث له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو شوی دی.
دغه ورځپاڼې ته د طالبانو وياند ويلي، په درې ورځنيو خبرو کې له زندانونو د طالب بنديانو پر خوشې کولو خبرې شوي خو ډير بحث له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو شوی دی.
د سرچينې په وينا، په ياده ناسته کې خليلزاد له طالبانو غوښتي چې د امريکايي پوهنتون دوه استادانو خوشې کړي خو طالبانو يې په بدل کې د انس حقاني د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
انس حقاني له تيرو څلو کلونو راهيسې په افغانستان کې بندي دی چې تر دې مخکې هم ويل کېدل، ښايي د انس حقاني په بدل کې د امريکايي پوهنتون استادان خوشې شي.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد تر اوسه د يادې تبادلې په اړه څه نه دي ويلي خو په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته يې په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دغه مذاکراتو کې تر ټولو زيات ترکيز له افغانستانه د خارجي ځواکونو په وتلو باندې و.
د مجاهد په وينا، د غونډې په جريان کې (په ملکي خلکو د ړندو بمباریو په اړه د اسلامي امارت پلاوي د غونډې برخوالوته مستند معلومات او شواهد وړاندې کړل او جدا يې د دریدو غوښتنه وکړه، په غونډه کې د بندیانو سره د انساني چلند او د هغوی د خلاصون غوښتنه هم مطرح شوه، چې غور به ورباندي کیږي).
د امریکا او طالبانو تر منځ دا درېيم ځل مذاکرات دي چې د طالبانو په وينا اینده کې به هم دوام ولري.


















