شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

خلیلزاد: امریکا په افغانستان کې د دایمي نظامي اډو په لټه کې نه ده

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 20, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
371
ځلې شریک شوی
115
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۹۰)

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

خلیلزاد په یوې تازه مرکې کي ویلي دي چي د ابوظبی په مجلس کي په افغانستان کي د امریکا د نظامي اډو او پر یوه درې میاشتني اور بند باندي خبري وسوې. خلیلزاد د طلوع نیوز او اریانا ټیلویزیون سره په مرکه کي وویل که څه هم طالبانو د افغان حکومت له استازو سره و نه کتل،‌ خو په خبرو کي پرمختګ وسو. خلیلزاد علاوه کړه،«له بده مرغه، طالبانو موافقه و نه کړه چي د افغان هیات سره وګوري، او زما په نظر دا یو غلط تصمیم وو، او ښکېلو طرفونو ته ئې یو منفي احساس ورکړ.»

نیویارک ټایمز د ډسمبر پر ۲۰ مه لیکي د ابوظبی په مجلس کي طالبان پر خپل پخواني موقف باندي کلک ولاړ ول، او ویل ئې چي تر هغه وخته پوري به د افغان حکومت سره خبري و نه کړي تر څو د متحده ایالاتو سره یوې عمومي موافقې ته نه وي رسېدلي.

خلیلزاد وویل،«طالبانو موږ ته وویل چي هغوی غواړي لومړی زموږ سره پر امنیتي مسایلو باندي خبري وکړي، او بیا به د افغان اړخ سره پر سیاسي مسایلو باندي وږغېږي.»

خلیلزاد وویل د ابوظبی په غونډه کي عرب ګډون کونکو د درې میاشتني اور بند وړانديز وکړ څو د دې اور بند په جریان کي پر مهمو مسایلو باندي خبري وسي. خو طالب چارواکو وویل چي دوی د دې تصمیم صلاحیت نه لري،‌ او باید همدا خبره تر خپلو مشرانو پوري ورسوي. خلیلزاد وویل پدې خبرو کي د طالبانو سره کرښه له افغانستانه د خارجي قواوو د وتلو موافقه وه. او د متحده ایالاتو سره کرښه دا وه چي بیا به افغانستان د ترورسټانو اډه نه ګرځي. خلیلزاد وویل،« ما طالبانو ته وویل که چیري د تروریزم تهدید رفع سي، متحده ایالات په افغانستان کي دایمي نظامي حضور نه غواړي.»

نیویارک ټایمز لیکي پدې وروستیو وختونو کي د افغانستان جنګ جمهورریس ټرمپ بې حوصلې کړی دئ، او د چهار شبنې په ورځ ئې د خپلو جنرالان د مخالفت سره سره له سوریې څخه د امریکايي عسکرو د راایستلو فیصله وکړه. اخبار کاږي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو په برخه کي د ټرمپ عجله پر اشرف غني باندي منفي اثر کړی دئ، ځکه غني – عبدالله ګومان کوي چي پدې خبرو کي بای پاس سوي دي.

تېره ورځ، کله چي خلیلزاد اشرف غني ته د ابوظبی د مجلس په اړه ګزارش ورکاوه، د افغانستان د ملي امنیت مشاور، حمد الله محب، په ټویټر کي څو پر له پسې ټویټه وکړه. هغه لیکي ول،«د یو مستقل هیواد په توګه، هیڅ ملک او یا فرد د دې حق او صلاحیت نه لري چي د افغانستان لپاره د نوي حکومت پر جوړښت او ساختار باندي داسي خبري وکړي چي د افغان له اساسي قانون سره په ټکر کي وي.» محب علاوه کوي،«د افغانستان د مستقبل په باب فیصله کول یوازي د افغانانو او د هغوی د منتخبو مشرانو صلاحیت دئ. د یوه منتخب حکومت لپاره بل هیڅ بدیل نسته. د افغانانو د قربانیو پر سر به هیڅ ډول معامله و نه سي.»

خلیلزاد په جواب کي وویل،«د ابوظبی په خبرو کي د افغانستان د آینده سیاسي جوړښت په باب خبري و نه سوې، د مثال په توګه موقتي حکومت. دا هغه مسایل دي چي افغانان ئې باید پخپلو مینځ کي سره فیصله کړي.»

Taliban Talks Covered Fate of U.S. Military Presence in Afghanistan, Envoy Says

ـــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

لوی ټکي: ورځني سیاسي نوټونه
مخکینې مطلب

پوتین: له افغانستان څخه د امریکا وتل ممکن دي

بل مطلب

امریکایي رسنۍ: ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو زرګونو عسکرو د را ایستلو غور کوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com