پوتین: له افغانستان څخه د امریکا وتل ممکن دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۸)

روسي ولسمشر ولادمیر پوتین له آرټي تلویزیوني چینل سره په مرکه کې ویلي، له سوریې څخه د امریکا وتل ښه اقدام دی، خو په افغانستان کې یې نامعلوم شتون حیران کړی دی.

نوموړی زیاتوي، امریکا څوځله له افغانستان څخه د خپلوځواکونو د وتلو اعلان کړی ، خو لا هم هغوی پر دغه هیواد نیواک ته ادامه ورکړې.
پوتین وایي، په افغانستان کې طالبان د هیواد زیاتره اراضي تر کنترول لاندې لري، او باید په لوړه سترګه ورته وکتل شي.

پوتین دغه راز ویلي،له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو امکان نه ردوو، خو سمدستي یې د خروج کومې نښې نه ویني

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button