ارګ: د څو زره امریکایانو پر وتلو اندېښنه نه لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۳۰)

د امریکایي رسنیو تر هغو راپورونو وروسته چې ګواکې د ټرمپ اداره غواړي له افغانستان څخه خپل ټول پوځونه وباسي، جمهوري ریاست غبرګون ښوودلی.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري ویلي، له افغانستانه د نیمايي امریکايي ځواکونو وتل به  د هېواد پر امنیت هیڅ ډول اغیز نه کوي ځکه، د نوموړي په وینا، روانه جګړه تر ډیره افغان ځواکونه مخته وړي.

چخانسوري ویلي، امریکایان په هیواد کې یواځې د روزنې او تعلیم ورکولو ماموریت پر غاړه لري او په جګړو کې د پام وړ برخه نه لري.

نوموړی دغه راز ویلي ، افغان ځواکونه د هیواد د تأمین وړتیا لري او د څو زرو امریکایانو وتل به پرې اغیز ونه کړي.

یو کال وړاندې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سي بي ایس تلویزیوني چینل ته ویلي وو، چې که امریکایان ووتل، د افغانستان پوځ شپږمیاشتې مقاومت هم نه شي کولی.

ارګ وروسته تر هغه دا غبرګون ښیي چې ګڼو امریکایي رسنیو راپورونه ورکړل چې ټرمپ غواړي په راتلونکې جنورۍ میاشت کې د شاوخوا ۷ زره امریکایي عسکرو د ایستلو پریکړه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button