(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۳۰)
د بدخشان ولایت سیمیز چارواکي وایي ؛ تیره شپه طالبانو د مرکز فیض اباد اړوند تلویزیون تپه کې د پولیسو پر لسم نمبر ماموریت چاپه وهلې.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند سناءالله روحاني وایي، په دغه ماموریت کې لس تنه پولیس وو، چې ټول له خپلو مهماتو سره یوځای له طالبانو سره ملګري شوي دي.
بلخوا بیا د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس بشیر صمیم وایي، دا پولیس په خپله خوښه له طالبانو سره نه دي یوځای شوي بلکې هغوی پرې چاپه وهلې او اته (۸) تنه یې لاس تړلي له ځانه سره وړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې ناڅاپي برید (چاپه) کې یې ۹ پولیس ژوندي نیولي، ۲۰ میله سپکه او درنه وسله او ډير مهمات یې هم لاس ته ورغلي دي.
ولایتي شورا وایي، د بدخشان ولایت له مرکز نیولې بیا تر زیاتره ولسوالیو پورې د طالبانو نفوذ پراخ شوی او ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي.


















