فرید افغان
متل دی وای، چې ځې ځې ابازو له به راځې، ۱۷کاله وړاندې مې له بي بي سي څخه د طالب مشر مرکه اوریده چې په کندهارۍ لهجه یې ویل “ امریکا به د لیست له اول څه وه اخر ته راځي ته راځي،اوس موږ د مذاکراتو او خبرو غوشتنه کوو ،خو څه وخت وروسته به دوی زارۍ راته کوي“
نوموړي د یادې رسنۍ له خبریال داوود جنبش سره په مرکه کې وویل، ‹‹دا زما پیشګویي ده له خیره سره؛ که منې یې که یې نه منې››
له همغې صحنې نږدې اتلس کال په پوره کیدو دي، امریکا لویدیځ او ختیځ ته د اوږدو سفرونو پایڅې رابډوهلې او له همغو خلکو اوس تر ستوني رسیدلي، د چا یې چې اتلس کاله وړاندې نسل کُشي غوښته او ویل یې، طالب د سولې نه؛ د وژلو لپاره دی او باید له مخیزه یې تُخم ورک شي.
نن همغه ارګ چې اوسني واکمن یې تیرکال په امریکا کې د محصلینو یوې غونډې ته ویل، مونږ له پاکستان سره سوله غواړو او په همدې نامعلوم سراب د ډیورنډ له سره تیر او د ننواتې او عذرونو په نامه په سفرونو کې یې آن د پاکستان د پخوانیو واکمنانو هدیرو ته هم سلامي وکړه.
دا لړۍ مخ پر وړاندې روانه وه او امریکا بالاخره د جګړو د کنترول مرال له لاسه ورکړ.
که څه هم د ارګ واکمنان د خپلو پوځیانو په مړینه نه دردیدل، خو آهونو یې امریکایي ولسمشر را وننګاوو.
ارګ د ډالري ملایانو جرګې وکړې، له اندونیزیایي جزیرو پیل بیا د عربو تر چلتار بستو اخوندانو، ټوله نړۍ یې د طالب مقاومت د راپرزولو په موخه غلبیل غلبیل کړه؛ خو په پایله کې یې داسې څوک تر سترګو نه شول، چې د دوی مخالف لوری له مشروع مبارزې را وګرځوي.
دا لړۍ پر ځای پاتې نه شوه او د دولت پلوه ملایانو په غوښتنه د کابل لسګونه ناخبره علماء یوې نامعلومې غونډې ته په پټو سترګو یوړل شول او هلته ترې د روان مقاومت د تحریم غوښتنه وشوه، علماؤ لا د استدلال دریڅې نه وې را خلاصې چې په نوم یې یوه تحمیلي بیانیه رسنیو ته تلقي شوه.
په پای کې یې مخالف علماء د داعش له ادرسه د یوې مرموزې چاودنې قرباني کړل.
د اشغال بړیڅو پر دې هم صبر ونه شو کړای او له امریکا څخه یې د ۲۰۰۱ د کال د یادلمانځې غوښتنه وکړه، د فرمایش له مخې هر کور، جومات،مدرسه، ښوونځی او د ولسي خلکو د تجمع ځایونه چې د ارګ د نازولو له خوا تعین کیږي، باید امریکایي ملاتړي یې په نښه کړي.
چې په دې توګه زرګونه هیوادوال د داسې هدفي او قصدي وژنو ښکار شول.
دا لړۍ لا روانه وه چې د امریکا له خوا پرې د یوه تندریز خبر زیری وشو چې ګواکې امریکا چمتو ده له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کیني، د خبرو څو پړاوونه تیر شول خو ارګ ته چا د بلنې کارټ هم نه و لیږلی، ځکه هغوی سوله د پاکستان له درشلونو غوښته خو چې غشی یې پر هدف نه لګیده، دا یې خپل نقصان وو.
بله ورځ په ابوظبۍ کې هم ورته کیدونکې غونډې ته هیلې زرغونې شوې وې، ارګ د نازولو زلمیانو او نجونو پر مخونو پوډر او سفیده ور وتپل او تر ښایستوکي آرایش وروسته یې د خلیلزاد او قریشي پر اتکاء ابوظبۍ ته ولیږل.
دواړو چارواکو ارګ ته ژمنه ورکړې وه چې له طالبانو سره به یې د زلموټو مرکچیانو ټیم کینوي.
خو د توقع خلاف د ارګ ټیم ټولې ورځې په دهلیزونو کې تیرې کړې او لکه د ډم سیکل چاپرې هیڅ غرض ونه کړ.
ورځې تیرې شوې اوو د ارګ ټیم هم د دهلیزونو رنګ اخیستی وو او په په بیړه یې تر ارګه ځان راورساوو، په ګیلمنه لهجه یې وویل باباجانه! مونږ ته چا د ننواتې د پسونو ګمان هم ونه کړ.
خو په سبا یې یو بل تندریز خبر تر غوږ شو، او د رویټرز پر صفحه په سرو کرشو لیکلي خبر کې یوه غیر مترقبه جمله لیکل شوې وه؛ ټرمپ په څو اونیو کې له افغانستان څخه د خپل سرتیرو د ایستلو تابیا لري او د دفاع وزیر یط له دندې ګوښه کړی دی.
دلته نو د خیاط غریب سترګې هم اوښلنې شوې او له ځانه سره یې کړه په ما دې څه وکړل جانانه؛ ته رانه لاړې زه دې چاته پریښوودمه


















