(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۲)
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نیمایي امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو چې احتمال لري، تر راتلونکو څو میاشتو پورې له افغانستان څخه بهرشي، مقاله خپره کړې.
ورځپاڼې دا یو پر ځای اقدام بللی او په دې هکله یې د ټرمپ حکومت هڅولی چې هر څومره ژر باید پر دغه اقدام لاس پورې کړي.
ورځپاڼې ویلي، په افغانستان کې وسلوال طالبان خورا ځواکمن دي او د هیواد غوڅ اکثریت خاوره باندې کنترول لري، چې په کار نه ده له نظامي لارو ورسره چنې ووهل شي.
واشنګټن پوسټ لیکي ، له طالبانو سره په جګړه کې نه یوازې امریکا ته زیانونه اوړي بلکې ملکي افغانان هم زیانمېدلی شي نو لازمه ده چې د خبرو له لارې دغه لوی بحران ته د پای ټکی کیښوودل شي.
په مقاله کې راغلي، که د امریکا حکومت د ځواکونو د را ایستلو لړۍ پیل کړه، له یوې خوا به په دغه هیواد کې جګړې ختمې شي ؛ له بل لوري به د زلمي خلیلزاد هڅې رنګ راوړي او دغه راز به سولې ته هم فرصتونه برابر شي
واشنګټن پوسټ لیکي، له نظامي لارو د افغان جګړې ګټل خورا ستونزمن او ناشونی کار دی او امریکا باید له وړاندې د خپلو ځواکونو د را ایستلو اقدام کړی وای
















