کابل: د تیرې ورځې د برید تلفات لسګونو ته لوړ شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۴)

چارواکي وایي په پلازمینه کابل کې پر ټولګټو وزارت د تیرې ورځې د برید تلفات په بیسارې توګه لوړ شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویاند نصرت رحیمي ویلي، په دغه برید کې تر دیرشو(۳۰) ډیر امنیتي او ملکي مامورین وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان دي .

نوموړی زیاتوي، برید ګر درۍ تنه وو چې له څو ساعتیز مقاومت وروسته ووژل شول.
رحیمی دغه راز وویل، امنیتي ځواکونو په یاده ودانۍ کې ۳۰۰ محاصره کسان په بریالیتوب څخه له صحنې ایستلي دي.
د برید پړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو اټکل کیږي چې دا کار به د داعش وسلوالې ډلې له خوا ترسره شوی وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button