جوزجان چارواکي: دوو پوليسو خپل ملګري وژلي، طالبانو سره يوځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۴)

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر کمال الدين یاور وايي، د فيض اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوو تنو پوليسو خپل ملګري وژلي او له وسلو سره طالبانو ته ورغلي دي.

د ياور په وينا، پيښه د دوشنبې په سهار د يادې ولسوالۍ اړوند د شبرغان- مزارشريف د لويې لارې په سر په پوسته کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، بريدګرو پوليسو له ځان سره يو هاموي ټانګ، د پوستې ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي او طالبانو ته ورغلي دي.

یاور وايي، د لويې لارې پر سر د عامه نظم په دغه پوسته کې پنځه تنه سرتيرو دنده مخته وړله.

هغه وايي، له پيښې وروسته د پوستې اشپز ژوندی تښتېدلی دی.

تر دې مخکې هم د افغان پوځ په ليکو کې د طالبانو نفوذي کسانو ورته ډول بريدونه کړي او د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې د افغان پوځ په ليکو کې يې لسګونه نفوذي کسان ځای پرځای کړي چې له موقع په استفادې به په افغان او بهرنيو ځواکونو وسله وال بريدونه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button