خالد او صالح خپلو دندو ته معرفي شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۵)
د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته ټاکل شوي نوي وزیران تیرماښام په جمهوري ریاست کې دننه دندو ته معرفي شوي دي.
په دغو مراسمو کې چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، ولسمشر غني او نورو چارواکو ګډون درلود؛ دواړه چارواکي خپلو دندو ته ورمعرفي او د تیزو پرمختګونو غوښتنه ترې وشوه.
ولسمشر غني په دې مراسمو کې وویل دواړه آزمایل شوې جدي څیرې دي او کولی شي د افغانستان روان وضعیت د حکومت په ګټه را وڅرخوي.
نوموړي د کابل د تیرې ورځې برید ته په اشارې سره وویل، که څه هم طالبانو په برید کې لاس درلودل رد کړي، خو په وینا یې چې هغوی خامخا بریدګرو ته لارې چارې ورښودلې دي.
د ملي امنیت سلاکار بیا وویل، سوله هیڅ کله په زاریو نه راځي، “مونږ به دښمن د جنګ په ډګر کې ماتوو بیا به هغو سولې ته زړه ښه کوي“
نوموړي زیاته کړه، ولسمشر تل ته امنیتي بنسټونو ته په هېواد مین کسان ورپېژندلي، چې هیڅوک یې پر هېوادپالنې شک نلري.
اسدالله خالد او امرالله صالح څوک دي / ټاکل یې کوم پیغام له ځان سره لري
د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت ته ورپیژندل شوی کسان د پخواني ولسمشر پر مهال د ملي امنیت رئیسان پاتې شوي او دواړه څیرې د بشري حقوقو څخه په سرغړونه هم تورن دي.



