د طالبانو کامیابه دېپلوماسي او د کابل وارخطایي

جواد څارګــــر

څو ورځې وړاندې طالبان د عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې له غاصبو امریکایانو سره، له افغانستان څخه د اشغال د ختمولو په پار مذاکراتو ته کېناستل.

که څه هم هغه مهال د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو محتوا، او وروستی نچوړ پټ وساتلی شو، محض دومره څه را برسېره شول چې ویل کېده د طالبانو ټېنګار د اشغالګرو پوځیانو پر وتلو دی او امریکایان له افغانستانه د امریکا د نه ګواښل کېدا تضمین غواړي، خو له وروستیو پېښو او د کابل له وارخطایي ښکاري چې په ابوظبي کې د طرفینو تر مابین خورا کامیاب، مثبت او ګټیالي مذاکرات ترسره شوي دي.

د ابوظبۍ له ناستې وروسته خلیل زاد کابل ته راورسېد او د کابل ادارې ته یې په ابوظبي کې د وراوښتي تحقیر سپیناوی ورکړ، چې ګمان کيږي په ضمن کې به یې اشرف غني ته دناستې ځینې مهم ټکي هم اورولي وي.

له مذاکراتو وروسته تر ټولو مهم او حیرانونکی د ډونلډ ټرمپ په اړه هغه خبرونه وو چې له افغانستانه یې د نیمایي پوځیانو د ایستلو په کې ویلي و. د ټرمپ دا خبره په نړیواله کچه تقدیر شوه، برعکس د اشرف غني په اداره کې یې وارخطایي جوړه کړه.

د شنونکو په باور د ټرمپ پرېکړه د ابوظبۍ د مذاکراتو په نتېجه کې او د کابل د توقع خلاف منځ ته راغلې ده. د ابوظبي ناسته کې کابل په ټوله معنا نظر انداز کړای شوی و، همدا لامل دی چې کابل کې په بل پلان کار روان دی.

د ننه په کابل کې څه روان دي؟
اـ د کابل اداره غواړي د امریکایانو تر وتلو وړاندې حالات داسې بې قابو او بدرنګه کړي چې امریکایان د جګړې غځولو او پاته کېدلو ته مجبور کړای شي.

کابل کې د تېرې شپې خونړی برید چې طالبانو یې له منلو انکار کړی او برید هم د ټولګټو وزارت په شمول پر عامه ځایونو ترسره شوی دی. د برید نوعیت او هدف ته پر کتو طالبانو هیڅکله داسې بریدونه نه دي کړي او کله چې طالبان پر کوم ځای ډله يیز برید وکړي. د برید تر ختمېدو لږه شېبه وروسته رسنۍ د وژل شویو طالب برېدګرو انځورونه نشروي، اما کله چې برید ګونګ پاته شي او یا د داعش له لورې تر سره شي، له برید وروسته خیر خیرت وي، نه د ځانمرګو اته پته معلومه شي، نه د بقایاوو، نه د جسدونو او هم د برید په تړاو وروستۍ خبرې هم ګونګې او سانسور شي.

داسې بریدونه (لکه د کابل د تېرې شپې خونړی برید) عموماً د نظام له داخل څخه ترتېبیږي، د شخصي ګټو د تحقق او تحفظ لپاره زموږ د بېګناه هېوادوالو وینې وبهول شي، قاتل د مکر دوه څاڅکي اوښکې توی کړي او په طالبانو لاس پاک کړي.

ب ـ که چېرې امریکایان ووځي، دوی مخکې له مخکې د داخلي جګړو ترتیب تیار، عیار او چمتو کړی دی. دنظار شوری چې د پخوا په څېر متحده قومنده یې کابو ختمه ده، عبدالله یې ځان ته ډنګوي، یونس قانوني ځان ته، عطاء ځان په ټولو بالا او مخالفینو ته بلا بولي او د فقید رباني زوی اوس ټلوالې ته په من حلوا کې هم اضافه دی.

امرالله صالح تر یوه ځایه ځوان سیاستوال او کلک طالب دښمنه دی، ژبه یې هم پسته ده، هم خوږه او هم تېره ده. له همدې نعمت څخه په استفاده کولای شي په پنجشير او د کابل په شمال کې تاجکان وروڼه پر ځان ور ټول کړي او د طالبانو خلاف د مقاومت یوه جبهه پرانېزي.

اسدالله خالد چې د اشرف غني وارخطایي په معیوب بدن د دفاع تر وزارت ورساوه، که په اړه یې د تاریخ له دې خجل ځان خلاص کړو چې یو معیوب څنګه د دفاع وزیر ټاکل کېدلای شي؛ نو غټه توره به يې کړې وي.

د خالد ټاکل هم کټ مټ د صالح ټاکلو ته ورته دي او تر ډېره همهغه هڅه او هیله ده. د غني په اند خالد به وکولای شي یوه اندازه پښتانه ځوانان ځان ته ورټول کاندي، چې د امریکایانو تر وتلو وروسته یې د کورنۍ جګړې د سون مواد کړي. همدا علت دی چې دواړو ته په نظام کې هغه کلیدي پوستونه ورکړای شول، چې د نظام د ملا تیرونه باله شي.

دوی له دغه موقف په اسانه توګه کولای شي د ځان پر ګټه د امریکایانو د پاته کېدلو لپاره حالات خراب کړي، قتل او قتال زیات کړي، عامه شتمنۍ ونړوي، په لویو لارو لوټ تالان پیل کړي، په عامه ځایونو حملې او انفجارات ترتیب کړي او بیا لاس په طالبانو پاک کړي او په ضمن کې د کورنۍ جګړې لپاره وسلې او مهمات ذخيره کړي، چې د امریکایانو تر تېښتې وروسته افغان ولس په همدغه وسله په خپل منځي جګړه کې ښکېل کړي.

په ټوله کې د طالبانو کامیابه ديپلوماسي د دې باعث شوې ده چې په ګاونډیو او امریکایانو خپل حیثیت او قوت ومني، د کابل د ادارې او امریکایانو تر مابین واټن زیات او بې باوري را منځ ته کړي.

خبره هماغسې روانه ده. طالبان توانېدلي دي چې کابل له مذاکراتو کناره کړي او پر ټرمپ ومني چې د ځواکونو له ایستلو علاوه بل آپشن کار آمد او جور آمد نه دی.

نتیجتاً ټرمپ د ځواکونو د ایستلو وویل. که څه هم د ټرمپ خبره شفاهي ده، مګر دا پرېکړه د کابل لپاره غیر متوقع وه، چې اشرف غني یې سخت وارخطا کړ.

ځکه یې په بشري جنایتونو ککړ، معیوبین او سرسخت مخالفین کلیدي وزارتونو ته انتخاب کړل. که مذاکرات نور مخ پر وړاندې لاړ شي، طبعي ده چې خوبونه به یې حرام شي او تر دې زیات به د ملت قتلولو ته پلان ګذاري وکړي.

دوی باور لري چې امریکایان به یې طالبانو ته په تش میدان سپېره مخونه پرېږدي. دا د ملت په وینو او غوښو اموخته کاروباریان غواړي د امریکایي ښکېلاک تر ماتې وروسته د ملت په ارمانونو او قهرمانیو خاورې دلۍ کړي او په ملت یوځل بیا د نویېمې لسېزې بدبختي تکرار ته وسپاري.

خو داسې نه ده. دا پلاستیکي او شفاهي اتلان د هغو عملي اتلانو پر وړاندې خس خاشاک دي، چا چې په اتلس کلن مقاومت نړۍ دوه بامه کړه او د نړۍ سترو بدمعاشانو ورته زنګونه قات کړل.

لهذا افغان باتور او متدین ولس دې تر اشغال وروسته د خپلمنځي جنګ جګړو سوچ له دماغو وکاږي، بإذن الله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button