لوګر: اعتراض کوونکي د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۵)
په لوګر کې يو شمير اعتراض کوونکي نوماندان راټول شوي او د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه يې د اعتراض په توګه تړلې ده.
اعتراض کوونکي وايي،له لوګر ولايت څخه یو شمير کسان د درغليو له لارې ولسي جرګې ته کامياب شوي او په حقیقت کې يې هيڅ رايې نه دي ترلاسه کړي.
د اعتراض کوونکو له ډلې شهزاده توحيد مل او نصرت وفا وايي، یوازې بايوميټريک رايې دې وشميرل شي او د هغه مرکزونو رايې ورته د منلو وړ نه دي چې بایوميټريک شوې نه وي.
دوی زياتوي، په درغليو کې ښکيل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او بايد زندان ته واچول شوي په خبره يې که غوښتنې يې ونهمنل شي، دوی به د کمېسیون دروازه تړلې وساتي.
څو ورځې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر رحمتالله حقمل ویلي وو چې د کمېسیون پرېکړې نه دي عملي شوي خو که دغه پرېکړې عملي شي، نو د لوګر په شمول د ځينو ولاياتو د ټاکنو په وروستیو پایلو کې به هر اړخیز بدلون رامنځته شي.
د يادونې ده، چې په خوست کې هم يو شمير معترض نوماندانو اعتراضيه خيمې درولي او د يوې ورځې لپاره يې د خوست- ګرديز لويه لاره هم تړلې وه.
د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې د تيرو ټاکنو په دوه ورځو کې له يوولس زره څخه زيات د درغليو او زورواکۍ شکاياتونه ورته رسېدلي دي.



