افغان ټېلې کام وايي، د انټريټ بيه به پنځوس سلنه ټيټه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۵)

د افغان ټيلې کام مخابرات شکرت وايي، په پام کې لري چې د نوي ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ مياشتې تر اخره پورې د انټرنيټ بيه پنځوس سلنه راکمه کړي.

دغه راز د یاد شرکت مشر اجمل عيان وايي، چې ټېلې کام شرکت به خپل “4G” خدمتونه هم تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې پيل کړي.

په افغانستان کې ډيری خلک د انټرنيټ د لوړې بيې او ټيټ کيفيت څخه شکايت کوي.

خو د مخابراتو وزارت تيره ورځ وويل، چې له ګاونډيو هېوادونو د انټرنيټ خدماتي شرکتونو سره په تفاهم به په نوي کال کې د انټرنيټ بيې راټيټې او کيفيت به يې لوړ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button