تبصره
په دې وروستيو کې، له افغانستانه د امريکايي پوځونو د ایستل کېدو او بيا یې د امريکايي پوځي مشرانو لخوا ترې د ناخبرۍ راپورونه په رسنيو کې لر-بر کيږي.
که څه هم د کابل حکومت د امريکايي پوځونو په ایستل کېدو سخت وارخطا دی، خو وايي چې پر امنیتي وضعیت به کوم بد اغيز ونه کړي. داهغې خبرې ته ورته مثال دی لکه يو تن چې ووايي: له ګړنګه په پرېوتو، نه ژوبلېږم. حکومت دا مهال د ګړنګ پر سر ولاړ دی او پايښت یې د بهرنيو پوځونو په شتون پورې تړلی دی. که بهرني پوځونه له افغانستانه ووتل، حکومت به سمدستي راوغورځيږي.
د امريکايي پوځونو لوی درستيز، جنرال جوزف ډانفورډ، ویلي چې په افغانستان کې به یې د سرتېرو ماموریت د پلان پر اساس دوام ومومي.
که د امريکا د پوځ لوی درستيز وايي چې په پلان راغلي يو او په پلان به وځو؛ هر هېواد د خپلې خاورې او ولس د ساتنې لپاره خپل پلان لري. افغانانو دې هېواد ته د پلان له مخې د راغلو ټولو اشغالګرو پلانونه له خاورو سره خاورې کړې، او په داسې حال کې یې تر پولو اړولي چې دې هېواد ته د جوړ شوي پلان په نوم هر څه یې له ماغزو وتلي دي.
که ډانفورډ خپلو پوځيانو ته وايي چې په افغانستان کې خپل ماموریت (اشغال) ته دوام ورکړئ، نو په دې باید هم پوه شي چې افغانان هم تر هغه وخته د جهاد د دوام ماموريت پر غاړه لري تر څو چې په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو ماموریت (اشغال) پای ته رسيږي او یو اسلامي نظام حاکم کیږي. افغان ولس د تل لپاره له خپل دين، خاورې، ناموس او ملي ارزښتونو د دفاع ماموريت پرغاړه لري.
افغانان باید په دې ښه وپوهیږي چې امریکا له افغانستانه د خپلو ټولو پوځونو د ایستلو اراده نه لري. امریکا به هغه څه له افغانستانه تيښتې ته اړه کړي کوم څه چې روسان تیښتي ته مجبور کړي وو – هغه د اشغالګرو پر ضد کلک مقاومت دی.
افغان ولس ته اوس د امریکا په مقابل کې یوازې د مقاومت لاره پاتې ده. که څه هم امریکا په افغانستان کې پر خپل شکست اعتراف کړی، خو د افغان ولس پر مقاومت اعتراف نه کوي. د افغان ولس پر مقاومت به هله اعتراف وکړي چې د یرغل په پلان راغلي ټول پوځونه یې افغان ولس د پلان له مخې په کلک مقاومت وباسي.


















