(کابل ټکی کام : یکشنبه، مرغومی ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل):
ایراني شعیه شیخانو د شیخ النمره پر اعدام سخت غبرګونونه ښودلي، تهران کې د سعودي پر ضد سختې قهرجنې مظاهرې شوي، د سفارت ودانۍ باندي يو شمېر مظاهره چیان ورننوتلي او د سفارت ودانۍ ځينې برخې يې سوځولي دي .
د ایران دولتي خبري اژآنس «ایسنا» هم خبر ورکړی چې تېره شپه د شیخ النمره د اعدام په غبرګون ایراني مظاهره چیانو د سعودي پر سفارت ورننوتلي او اور يې ورته کړی او هلته په سفارت کې يې کاغذات او کتابونه سوځولي او له ودانۍ څخه يې ښکته اچولي دي .
سعودي عربستان تېره ورځ د مرغومي په ۱۲ نېټه يې د شیخ النمر په ګډون ۴۷ تنه ديني شخصیتونه د ترهګرۍ ملاتړ په تور په دار وځړول.
شیخ النمر شیعه مشر تېر کال د سعودي عربستان لخوا د ترهګرۍ او په هیواد کې د نارامیو کې د لاس لرلو په تور د اعدام په سزا محکوم کړی وه .
نوموړي د هغه مشرانو نه وو چې په ۲۰۱۱ کال کې د سعودي عربستان په ختیځ د قطیف په سیمه کې د دولت پر ضد په مظاهرو لاس پورې کړی وو او د سعودي حکومت د یو ستر ګواښ په سترګه ورته کتل .
د شعیه ملاالنمره په سر امریکې هم خبرداری ورکړی وه، ویلي يې وه، که چېرته شیخ النمره اعدام شي په ځيني هېوادونو کې به د نا ارامیو سبب شي .
ایران د شیخ النمره چې شیعه روحاني مشر وه په اړه يې څو واره سعودي عربستان ته خبر داری ورکړی وه او ورته ويلي يې وه چې د شیخ النمره قیمت به بیا پوره نشې کړای .
د نوموړي پر اعدام په ځيني هېوادونو کې غبرګونونه ښکاره شوي لبنیان، بحرین، هند او په لندن کې د سعودي سفارت مخې ته هم یو شمېر شعیه مذهبه خلک د مظاهرې په ډول ورټول شوي وه او د سعودي د شاهي کورنۍ په مخالفت يې نارې وهلې .
ایران د پارلیمان رئیس علي لاریجاني ګواښ کړی، چې د عربستان دغه اقدام به د سعودي لپاره لوي توپان جوړ شي، سعودي هم په ریاض کې د ایران استازی احظار کړی او اعتراض يې ورته ښ،دلی .
د ایران او سعودي عربستان اړيکې له وړاندې نه هم سړې وې خو د ایرانیانو دغه عکس العمل په څرګند ډول د سعودي په کورنیو مسائلو کې مداخله ده .
سليم بریال


















