تهران کې مظاهره چيان د سعودي سفارت ته اور اچولی (انځوریز راپور)

(کابل ټکی کام : یکشنبه، مرغومی ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل):

ایراني شعیه شیخانو د شیخ النمره پر اعدام سخت غبرګونونه ښودلي، تهران کې د سعودي پر ضد سختې قهرجنې مظاهرې شوي، د سفارت ودانۍ باندي يو شمېر مظاهره چیان ورننوتلي او د سفارت ودانۍ ځينې برخې يې سوځولي دي .

د ایران دولتي خبري اژآنس «ایسنا» هم خبر ورکړی چې تېره شپه د شیخ النمره د اعدام په غبرګون ایراني مظاهره چیانو د سعودي پر سفارت ورننوتلي او اور يې ورته کړی او هلته په سفارت کې يې کاغذات او کتابونه سوځولي او له ودانۍ څخه يې ښکته اچولي دي .

سعودي عربستان تېره ورځ د مرغومي په ۱۲ نېټه يې د شیخ النمر په ګډون ۴۷ تنه ديني شخصیتونه د ترهګرۍ ملاتړ په تور په دار وځړول.

سعودي عربستان تېره ورځ د مرغومي په ۱۲ نېټه يې د شیخ النمر په ګډون ۴۷ تنه ديني شخصیتونه د ترهګرۍ ملاتړ په تور په دار وځړول.

شیخ النمر شیعه مشر تېر کال د سعودي عربستان لخوا د ترهګرۍ او په هیواد کې د نارامیو کې د لاس لرلو په تور د اعدام په سزا محکوم کړی وه .

نوموړي د هغه مشرانو نه وو چې په ۲۰۱۱ کال کې د سعودي عربستان په ختیځ د قطیف په سیمه کې د دولت پر ضد په مظاهرو لاس پورې کړی وو او د سعودي حکومت د یو ستر ګواښ په سترګه ورته کتل .

نور په انځورونو کې : سليم بریال

kabull (1)

kabull (2)

kabull (3)

kabull (4)

kabull (5)

kabull (6)

kabull (7)

kabull (8)

kabull (9)

kabull (10)

kabull (11)

kabull (12)

kabull (13)

kabull (14)

kabull (15)

kabull (16)

kabull (17)

kabull (18)

kabull (19)

kabull (20)

kabull (21)

kabull (22)

kabull (23)

kabull (24)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button