طالبان: امريکا دې د شورويانو له شکسته عبرت واخلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۶)
نن د جدي شپږمه پر افغانستان د شوروي اتحاد د تيري له ورځې سره برابره ده او شاوخوا نهه ديرش کاله مخکې روسانو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، خپل ځمکنی او هوايي پوځ يې د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته راداخل کړ.
افغانان د جدي شپږمه پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل د ورځې په نوم پيژني او هر کال يې د تورې ورځې په نوم یادونه کوي.
طالبانو په يوه اعلاميه کې په افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل د غندولو تر څنګ د امريکا متحده ايالاتو يرغل ته هم اشاره کړې چې په وينا يې ” هغوی د ختیځې اوروپا تر لاندې کولو وروسته د افغانستان له لارې جنوبي آسیا په تیره د هند ګرمو اوبو ته ځان رسول غوښتل، خو د هند ګرمو اوبو ته تر رسیدو وړاندې په افغانستان کې د افغانانو د مقاومت د وینو په توفان کې داسې لاهو شول چې آن د مسکو په څنګ کې یې د منځنۍ آسیا اشغال کړي هیوادونه ټول له ولکې ووتل.”
اعلاميه کې راغلي، افغان ولس په داسې حال کې پر افغانستان د شوروي يرغل (نهه ديرشمه) کليزه تقبيحوي چې نږدې د اوولس کلونو په تيرېدو امریکايي يرغلګر پوځيان د شوروي له برخليک سره مخ کېدونکي دي:”د هغوی پوځي زور یې ور اوبه کړی، په سیاسي او تبلیغاتي لحاظ یې له فضیحت سره مواجه کړي او د خپل تاریخ په ترټولو اوږده جګړه کې یې له افغانستان څخه د وتلو او پاتې کیدلو لاره تري ورکه کړې ده”.
طالبانو ويلي، پر افغانستان د شورويانو د یرغل نهه ويشتمه کليزه د امريکا لپاره ښه درس دی، امريکايي چارواکي دې د شورويانو له شکسته عبرت واخلي او له ازمويل شويو افغانانو سره دې نوره زور ازمايي نه کوي.
طالبانو د اعلاميې په اخره کې يوځل بيا یادونه کړې چې امريکايان دې د عقل او منطق څخه کار واخلي، خپل ځواکونه دې له افغانستانه وباسي، د زور ازمايلو پر ځای دې اصولي ديپلوماتيکې او اقتصادي اړيکو لاره غوره کړي.



