سوله؛ که ولسمشریزې ټاکنې؟

 هېواد ریان

که ګډ حکومت لومړیتوبونه پېژندل؛ نو هېڅکله به یې د ټاکنو نوم نه وای اخیستی. ځکه سوله تر ټاکنو ډېره اړینه ده او د حکومت له ځینو چارواکو پرته نور ټول سوله غواړي.

خو حکومت د ټاکنو د ترسره کولو ژمنې ورکوي او له نړۍ د خیرات پیسې غواړي. هغه هم داسې ټاکنو ته چې د څلورو میاشتو په تېرېدو یې تراوسه د ولسي جرگې د ټاکنو بشپړې پایلې هم اعلان کړي نه دي.

لا هم د موازي پارلمان خبرې کېږي او معترض نوماندان غواړي راتلونکي پارلمان سره خپل پارلمان هم اعلان کړي.

د هغو ولایتونو د ټاکنو لومړۍ پایلې چې اعلان شوي، پاتې شوي نوماندان پرې اعتراض لري او د اداري فساد خبره کوي.

د امریکا په موجودیت کې چې موازي حکومت اعلانېدای شي، د موازي پارلمان خبره هېڅکله دروغ کېدای نه شي.

په دې کې شک نه‌شته چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې. اشرف غني، امریکا، اجراییه ریاست، بهرنیو سفارتونو او استخباراتي ادارو خپل نوماندان وختي بریالي اعلان کړي.

په سلو کې که یو کس په رښتیا بریالی علان شي هغه به جلا خبره وي؛ خو نور ټول بریالي نوماندان له نورو هېوادونو راوارد شوي خلک دي او یا ورسره ښې ټینگې اړیکې لري. گنې د اوسنیو بریالي شویو نوماندانو شالید وگورئ، چې له کومو هېوادونو سره اړیکې لري او د چا په زور به پارلمان ته ننوځي.؟

اشرف غني د ولسي جرگې په روانو ټاکنو کې خپل مخالفین ناکام کړل. همایون همایون له خوست نه، عبدالرحیم ایوبي او لالی حمیدزی له کندهار نه، حاجي ظاهر قدیر له ننگرهار نه او په گڼو ولایتونو کې یې خپل ټول مخالفین په لوی لاس ناکام کړل.

دغه خلک اشرف غني سره جوړ نه دي او په حکومت یې وخت ناوخت نیوکې کوي؛ خو اشرف غني دومره هم نه پوهېږي چې په حکومت کې مخالفین او موافقین دواړه وي او په داسې شرمېدلي ډیموکراسۍ کې دغه چاره عادي ده.

له کله نه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوي، حکومت د ټاکنو په ترسره کېدو ډېر ټینگار کوي.

اشرف فکر کوي چې دی به بیا ولسمشر شي او پنځه نور کلونه به بیا خلک پر امریکايي وحشیانو وداړي او دی به یې بې‌غمه ننداره کوي.دی له هغو خلکو د بیا رایې تمه هم لري، چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې یې پر وحشي امریکایانو وداړل. خو تراوسه یې پرې مازې خواخوږي هم ښکاره نه کړه.

د افغانستان په تاریخ کې د اشرف غني واکمني تر ټولو ډېره تیاره ده. د کارمل او نجیب وروسته داسې ډارن کس په افغانستان کې واکمن شوی نه و او نه یې دومره دروغجن انسان لیدلی و. دی هر څه ته د کمپاین په سترگه گوري او د کرزي د وخت لس کاله مخکې بشپړې شوې پروژې په بې غمه زړه بیا پرانېزي؛ خو د خپل کار درک یې نه معلومېږي.

حکومتونه له ملتونو جوړېږي او د هغه ملت غږ چې په خپل حکومت کې وانه ورېدل شي؛ نو خلک مجبوره کېږي چې پرضد یې له سوله‌ییزو لارو راپورته شي.که دغه چاره بیا تکرار شي، نو خلک بیا ټوپک ته مجبوره وي او خپل حق غواړي.

په نړۍ کې د حکومتونو پر ضد مبارزې په هر هېواد کې شته او په بېلابېلو بڼو خلک مبارزه کوي. چا په خپلو حکومتونو پسې ټوپکې راخیستي او څوک یې د سوله‌ییزو لارو د نسکورولو په هڅه کې دي.

سوله د افغان ولس ارمان دی. نور نو خلکو ته دا مهمه نه ده، چې څوک واکمنېږي؛ خو خلک سوله غواړي او حد اقل د خپلو سرونو خوندیتا غواړي.

افغان حکومت باید د خپل واک د پایښت لپاره د خلکو په هیلو ملنډې ونه وهي او نه باید په دغه چاره کې خنډونه جوړ کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button