طالب مشر:د سختې وچکالۍ له امله دې ولسونه د استسقاء لمونځونو ته راووځي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۷)
طالبانو یوځل بیا پر هیوادوالو ژغ کړی چې د استسقاء او باران غوښتنې لمونځونو ته دې راووځي تر څو د بارانونو او واورو لړۍ بیا پیل او له وچکالۍ سره مخ ولسونه له دې ناورین څخه وژغورل شي.
اعلامیه کې راغلي، هیوادوال، که په اطرافو کې ژوند کوي اوکه په ښارونو کې، په مشترک دې ډول استسقاء لمونځونه اداکړي، له الله تعالی څخه د ګناهونو معافي او د بارانونو نزول وغواړي اوخپل عجز او محتاجي دې الله تعالی ته وړاندې کړي.
طالب مشر دغه راز سپارښتنه کړې چې د استسقاء د لمانځه لپاره باید علماء کرام، صالحین او مجاهدین په ځانګړي ډول هڅه وکړي، او دغه راز؛“ مسئول مجاهدین خصوصا د ارشاد او دعوت مسئولین دې د استسقاء په اړه له خلکو سره په تماس کې شي، اوپه ښه چاپیریال کې دې له الله تعالی څخه د رحمت د بارانونو غوښتنه وکړي“
باید وویل شي چې روان کال سره له دې چې ژمی داخل شوی، مګر په هیواد کې بارانونه او واورې تر اوسه نه دي اوریدلي، د خلکو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ دی، څاروي له لوږې سره مخ، فصلونه او ګیاوې له منځه تللي



