(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۷)
امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د اونۍ په خبر کې ویلي، تیره اونۍ بیا هم د ملکي افغانانو لپاره خونړۍ وه او لسګونو بیګناه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، تیره اونۍ ۳۷ افغان سرتیري ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
دغه راز په تیره اونۍ کې شاوخوا ۴۸ تنه ولسي افغانان وژل شوي دي.
ورځپاڼه وایی، د افغان ځواکونو د تلفاتو د کموالي لامل سړه هوا وه ځکه چې په وینا یې د افغانستان په زیاتره سیمو کې د شپې له طرفه د حرارت درجه تر صفر درجې ښکته وي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د روانې اونۍ د ملکي تلفاتو د زیاتوالي یو لوی سبب په کابل کې د ټولګټو چارو پر وزارت مرګونی برید ښوودلی چې په کې شاوخوا ۴۳ کسان ووژل شول، طالبانو په دې برید کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.
دغه راز په دغه اونۍ کې څلور تنه ولسي افغانان بیا افغان ځواکونو به مخامخ ډزو ویشتلي دي.

















