امریکایان ووځي نه، ویستل کیږي

آصف الله آصفي
پر افغانستان باندې د چنګیز، انګریز، شوروي اتحاد او بالآخره د امریکایانو لخوا یرغلونه د تاریخ په زرینو پاڼو کې ځای پر ځای شوي، تاریخ لیکونکو د لومړیو درې یرغلګرو او ښکیلاکګرو د یرغل پای د افغانانو د غښتلو مټو مبارزه ګڼلې، چې په پایله کې یې یاد ښکیلاکګر یو هم په خپله ندی وتلی، بلکې ویستلو ته د مسلمانو افغان باتورو ځوانونو د غاښ ماتوونکو ګوزارونو په نتیجه کې اړ کړای شوي دی، یعنی ویستل شوي دی، چې دا د لمر په څیر یو روښانه حقیقت دی. دا بیله خبره ده چې د هر یرغلګر د ماتې او تیښتې نه وروسته یو شمیر هسې په نوم افغانان پیدا شوي، چې هغه یې د هغوی تیښته نه، بلکې په خپله وتل ګڼلي دي، چې د لمر په دوه ګوتو پټولو ناکامه هڅه ده.
دا چې سږ کال د شوروي اتحاد د تیښتې کلیزه په داسې حال کې د تورې ورځې په حیث لمانځو، چې په ژوندۍ بڼه د یوه بل یرغلګر د تیښتې د درشل شاهدان یو، ټول افغان مسلمان او مجاهد ملت ته د خورا خوښۍ او زیري وړ حالت دی.
د سر په سترګو ګورو چې د پاکو شهیدانو وینو یو ځل بیا رنګ راووړ او د چنګیز، انګریز او شوروي اتحاد د وحشي صفته فوځونو د ماتې او تیښتې په څیر د نړۍ خورې امریکا د تیښتې نښې نښانې په خپلو سترګو ګورو، اورو او څارو.
د چنګیز، انګریز او شوروي اتحاد د غلامو افغانانو په څیر دې د امریکایي ښکیلاکګر غلام افغانان هم په دې پوه شي چې د امریکا تیښته حتمي ده، هغه که په خپله ووځي، خو ډیره ښه، ګنې حتما به د چنګیز، انګریز او شوروي اتحاد د فوځیانو په څیر د افغان مسلمانو مجاهدو او مبارزو ځوانانو د غښتلو مټو په طاقت ډیر زر د افغانستان له شهید روزونکې خاورې نه له شرمه ډکه تیښته کوي.
امریکا او غلامان دې یې په دې وپوهیږي چې امریکا هیڅکله هم نه غواړي پخپله خوښه له افغانستان نه ووځي، بلکې ویستل کیږي او تیښتې ته به مجبوریږي. ان شاء الله.
و ماذلک علی الله بعزیز.



