(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۸)
د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون وايي، هڅه کوي څو روانه اوونۍ کې د کابل په شمول د پاتې ولايتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.
د دغه کمېسيون د وياند مرستيال عبدالعزز ابراهيمي وايي، د اوونۍ په لومړيو کې به پکتيا او بغلان، په پای کې به يې د کابل په شمول د هندوانو- سکانو او کوچيانو د حوزو لومړنۍ پايلې اعلان شي.
تر دې مخکې هم د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو د پايلو په اړه ژمنې کړي خو پر خپل وخت يې نه دي اعلان کړي چې د مدني ټولنو، انتخاباتو څارونکي بنسټونو په وينا، پر خپل وخت د نتايجو نه اعلانېدو لوی لامل د ټاکنو په دواړو کمېسيونونو کې کمزوری مديريت او بې کفايتي ده.
ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې د لړم مياشتې په نوولسمه نيټه اعلان شي خو تر دې دمه يوازې د دېرش ولايتونو لومړني نتايج اعلان شوي او د کوچيانو، هندوانو- سکانو په شمول د درې ولايتونو پايلې لا هم نه دي اعلان شوي.
په عين حال کې د ټاکنو شکاياتو کمېسيون کمېشنر نصير فياض وايي، تر اوسه د اعلان شويو ولايتونو د لومړنيو رايو د پايلو په اړه ۲۱۳۷ شکايتونه ثبت شوي دي.


















