کورنيو چارو وزارت: پر پوليسو او خپلو کارکوونکو بهرنيو سفارتونو ته په ورتګ بنديز ولګاوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۸)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر خپلو منسوبينو او پوليسو بهرنيو سفارتونو ته په ورتګ بنديزونه لګولي دي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کورنيو چارو وزارت هيڅ کوم مامور يا پوليس اجازه نه لري چې بهرنيو سفارتونو ته تګ وکړي یا د سفارتونو په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړي: “هيڅ نظامي يا ملکي کارکوونکی حق نه لري چې د خپلواکۍ ورځو، ودونو، جومات ، بازار يا ځانګړو مراسمو پر مهال خپل يونيفورم کې له رسمي دندې اخوا ګډون وکړي”.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي وايي، دا پريکړه د پوليسو او د وزارت د عزت ساتنې په موخه ترسره شوې ده.

نوموړی زياتوي، د اړتيا پر وخت به د خپلو اړوندو ادارو مشرانو او د جاسوسۍ ضد ادارې له کړنو خبروي زياتوي دا پريکړه د روانې اوونۍ له دوشنبې ورځې څخه عاملي کېږي او چا ترې سرغړونه وکړه قانوني چلند به ورسره وشي.

د کورنيو چارو وزارت لپاره د امرالله صالح تر ټاکل کېدو وروسته دا دوهم ځل دی چې د دغه وزارت پر کارکوونکو بنديزونه لګول کېږي.

تر دې درې ورځې مخکې هم ياد وزارت ويلي، چې د وزارت هيڅ کارکوونکی یا عسکر حق نه لري چې د خپلو لاسته راوړنو، مشرتابه، عملياتو يا د وزارت د کړنو په اړه په خواله رسنيو کې معلومات يا انځورونه شريک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button