(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۹)
د فارياب ولايت په ځينو ولسواليو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي چې دواړه غاړې یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
په شمال کې د ۲۰۹شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي وايي، د یاد ولايت په خواجه سبزپوش او قیصار ولسواليو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د طالبانو د دوو قومندانانو په شمول درې بهرني وسله وال او پنځه طالبانو وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
خو طالبان وايي، د دولتي ځواکونو له لوري په (اندخوی، قرغان، دولت اباد، شيرين تګاب او جمعه بازار) ولسواليو کې پيل کړي عمليات يې له ماتې سره مخ کړي او عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، په يادو سيمو کې يې د دولتي ځواکونو (څوارلس) ټانګونه تخريب کړي چې د جګړې په ترڅ کې (درويشت) کومانډو، اردو او اربکيان وژل شوي، پنځه ديرش تنه نور ټپيان دي.
د احمدي په وينا، چارواکو د خپلو تلفاتو پټ ساتلو لپاره ادعا وکړه چې په فارياب کې يې د طالبانو د ليکو درې تنه خارجي وسله وال وژلي په خبره يې چې (داکوم حقیقت نلري اونه هم دلته خارجي اتباع وجودلري).
ځايي باوري سرچينې وايي، د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د دولتي ځواکونو له يو شمير ويجاړ شوي ټانګونه او وژل شوي عسکر د جګړې په ميدان پاتې شوي چې عملياتي عسکر يې د را ايستلو هڅې کوي.


















