پر بګرام هوايي ډګر، امريکا سفارت او ناټو پوځي مرکز توغندي وار شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۱)

د ۲۰۱۹م ميلادي کال له پيل او پر لومړۍ شپه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز بګرام هوايي ډګر، په کابل کې د امريکا پر سفارت او ناټو پوځي مرکز توغنديز بریدونه شوي.

طالبان وايي، دغه بريدونه د دوی له خوا شوي او وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټویټر پاڼه ليکي، تیره شپه یو ځل بیا د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی توغندیز برید شوی زياتوي یاد برید داسې مهال شوی، چې اشغالګر د نوي میلادي کال د تجلیل په مراسمو مصروف وو. اشغالګرو ته دروند ځاني او مالی زیان اوښتی.

دغه راز پرون ماښام هم پر بګرام هوايي ډګر د طالبانو له خوا توغنديز بریدونه شوي و چې په وينا يې بهرنيو ځواکونو ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي و.

همدارنګه ذبیح الله مجاهد ويلي، تيره شپه په کابل کې د امريکا پر سفارت او د ناټو پوځي مرکز “لويه قومندانۍ” په داسې حال کې توغنديز بريدونه شوي چې په يادو ځايونو کې د نوي ميلادي کال د پيل مراسم روان و.

نوموړی وايي، په قومندانۍ او امريکا سفارت کې هم د توغنديو لګېدو پر مهال ځاني او مالي تلفات اوښتي خو مجاهد د کره تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو او يا د امريکا سفارت په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د کابل څخه راپورونه وايي چې توغندي د بهرنيانو پر استوګن ځايونو لګېدلي او نور چاته يې زيان نه دی اړولی.

امنيتي سرچينې دغه بريدونه تاييدوي خو د تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button