بو څو شمیرلې خبرې

لیکنه: رحیم الله بریال

 

طالبه وروره! یو کس چې ستا ساحه کې اوسي زۀ یې مطلوب کړی یم ظلم یې راسره کړی معامله یې زما له ورور سره وه بیاهم شپږ میاشتې وړاندې ما د څو پیسو مقابل کې ستونزه ورسره حل کړه، د شاهدانو په شتون کې فیصله وشوه ویل یې چې راځه محکمه کې برأت درکړم چې ازاد شي.
محکمې ته لاړو، دوکه یې راسره وکړه، په کړي فیصله راوخوت زما له انسانیته یې ناوړه استفاده وکړه بلاخره له پښو او لاسو یې وتړلم.

اوس یې زوی، لمسی او یا ورور، تۀ هلته راته ونیسه بندي یې کړه تر څو فشار پرې راشي ما دلته ازاد کړي.

پوهېږئ؟ ددې غوښتنې په مقابل کې به د طالب او لوستونکو غبرګون څه وي؟

د طالب ځواب به دا وي چې ورورجانه تا غلط سوچ کړی طالب ظالم نه دی او نۀ شریعت مونږ ته دا جواز راکوي چې د پلار بدل کې دې زوی او یا لمسي ته سزا ورکړل شي.
ځکه ستا معامله له پلار سره ده کورنی یې پدې کې هیڅ قصور نلري.

که ووایم چې همدا کس ولې ماته د ورور سزا راکوي حال دا چې له هغې بېل یم؟

بیا هم د طالب ځواب به حتما دا وي چې، منم دۀ به ظلم کړی وي مګر امارت ظلم نشي کولی. هیڅ خدای ترسه او رښتینی طالب به زما دې غوښتنې ته مثبت ځواب رانکړي که بیا هم یو څوګ له خپلو مشرانو په پټه هم دا کار وکړي او مشران پرې خبر شي نۀ زما خیر شته او نۀ د هماغې طالب سرتیري.

حتما به محکمې ته راکش کیږو چې تاسو ولې او په کوم دلیل د یوۀ کس سزا بل ته ورکړي او د امارت له وصولو مو بغاوت کړی؟
که دا نه وي نو د رب په محکمه کې به هم پوښتنه رانه کیږي.

نو لکه څرنکه چې زۀ حق نلرم چې د ظلم په مقابل کې ظلم وکړم همداسې طالب او حکومت هم نشي کولی چې د یوۀ بل د ظلم په مقابل کې ظلم وکړي.
حکومت د یوۀ مشکوک طالب پرسر ټوله کورنی او مال جایداد په دا بل مخ واړوي نو ایا طالب هم کولی شي چې د یوۀ حکومتي عسکر پرسر دده له کورنی سره بالمثل عمل وکړي؟
نه نه! هیڅکله هم نه!
حکومت د یوۀ کس سزا ولې ټولې کورنی ته ورکوي؟
کور مال او جایداد موټر ښځو او نرو څه ګناه کړي؟

ما اونی وړاندې د کنړ د پیښې په ورځ پوسټ وکړ چې طالب هم باید د حکومتي عسکرو کورنی ښځې او بچیان په وینو ولمبوي تر څو دا درک کړي چې د یوۀ کس پرسر ماشومان او تورسری په نښه کول څومره درد لري؟

تر ټولو لومړی د طالبانو یوه داسې نظامي چارواکي له لورې ملامت شوم چې پخپله یې چاپه کې (دوه وروڼه یو څو تنکي ورارونه او نور د کورنی ښځینه غړي شهیدان شوي)چې ستا دا پوسټ د شریعت خلاف دی او باید ژر تر ژره ړنک شي.
اړ یې کړم په دوو دقیقو کې مې هرڅه مسح کړل.

طالب دی که عسکر، دا اولس کاله سره لاس او ګریوان او د یوۀ بل پوروړي دي مګر میرمنې او کوچنیان یې پدې جنګ کې هیڅ قصور او مداخله نلري، نه له هر طالب سره میرمن او والدین په هرڅه کې همنظره دي او نۀ په دې کړکیچنو حالاتو کې د هر عسکر مور او پلار ښڅه او بچیان قصور وار دي.

د یوۀ بندي او معتمد عیني شاهد له خولې چې همدا اوس به هم زما دا پوسټ لولي ویل شوي چې د ملي امنیت له لورې یوۀ بندي نه د اقرار اخیستو پرمهال ددۀ میرمن راوستل شوه ورته وویل شول چې دا هرڅه ومنه اقرار وکړه ګني ستا ترمخ به دې ستا د میرمنې سره هغۀ څه وکړو چې ستا به په وهم او ګمان کې هم نه وي.

اخیر هغه کس مجبور شو ویل یې چې خدای ته وګورئ میرمن مې خوشي کړئ تاسې چې هرڅۀ راته وایئ سر په سترګویې منم خو نه داچې زما میرمنې ته اذیت ورسوئ.

وایي بیا یې د یوۀ وکیل په منځګړتوب میرمن روغه سلامته کور ته ورسول شوه او دۀ هرڅه یانې نۀ کړي جرمونه خاص د میرمنې د عزت په خاطر ومنل وروسته یې زندان کې اعصابو هم کار پرېښود.

یو لوګري طالب ځوان میسج کې راته وویل چې یو وخت له سره طالب هم نه وم چې د چاپې پرمهال مې ګډو ځواکونو په کور دننه د ترۀ ښځې ته ایشاره وکړه چې که شور وخورې د ترۀ په میرمن به دې کالي څیرې کړم او داسې داسې به ورسره و کړم.
وایي هغه سحنه مې نۀ هیریږي زړه مې غواړي د حکومت له چارواکو سره بالمثل عمل وکړم او میرمن یې ددۀ ترمخ ودروم تر څو زمونږ د میرمنو حالت درک کړي خو شریعت اجازه نۀ راکوي نشم کولئ، مګر له زړه مې هم نه وځي.

ظلم ظلم دی، ناروا ناروا ده مګر کاش دا سوچ مو کولی شوای چې دې جنګ کې میرمنو او ماشومانو ته سزا ورکول تر ټولو سخت او نه بښونکی جنایت دی.

ظلم له ظلمه کیږي، تاسې پوهیږئ د لوګر د پېښې قرباني شوي خورکی به دا حالت له مغزو ووځي چې تکې تنها له یوۀ پردي ډریور سره ولیږل شوه او د ژوند ملګری یې سره له دې چې حکومتي عسکر و طالب ته مطلوب و خو ددې ترمخ په یو دریم ولایت کې د لوګر دښتو وخوړ؟
میرمن یې وایي کارت یې غلی راکړ طالب شکمن شو برقع مې راپسې راټوله کړه کارت لاندې ولوید طالب پرې پام شو زړه مې ټک وکړ چې آخ خاوند مې لکه چې نور زما له ژونده کډه وکړه، زما لاسونو او مغزو کار پرېښود دده پوره وه ځکه پټ شوی کارت د طالب مخکې تصادفي ورولوید او زه یې په پټولو ړنده شوم.

یا دا چې پرونی مورکی چې د فراغت اسناد په لاس محصلین بچیان یې چې وروسته له ډیرې مسافری یې سترګې پرې یخې شوې ترمخ یې حکومت ووژل دابه یې تر ابده له ذهنه ووځي؟
د میاشتو مسافر زوی یې پوهنتون کې نه نیول کیږي، لار کې نه راکوزیږي چې کله کور ته راځي بیا په درجنو ځواکونه ټانکونه او رینجرې ددوی په مرګ پسې رالیږل کیږي؟
ایا دوی دومره مهم او خطرناک و؟
دوی ولې په پوهنتون، لاره او یا همدې کور کې د ورځې مهال نه نیول کیږي؟
د وژلو پرځای یې نیول او زندان ته وړل ښه و که داچې د کلونو خواري، مسافري، زدکړې او علم دې دا هرڅه ورخاورې ایرې کړل؟
هغه هم د مور او کورنی ترمخ په تکه توره شپه کې؟
ستونزه څه ده چې د ورځې پرځای شپه دداسې کارونو لپاره انتخابیږي؟
ایا دا عملیات په سپینه رڼا نشي ترسره کیدای؟
ښکاره ده چې دلته د ولس د وژلو پروسه روانه ده او په لوی لاس غربي بدمعاشان لګیا دي زمونږ نسل راوژني او د کلونو کلونو دښمنی راته په میراث پریږدي.
بیا به نه دا خارجي بدماشان وي او نه دا غور او پش خو خدایمکړه زمونږ د ولس لاسونه به تر پیړیو پیړیو د یوۀ بل له ګریوانه ونۀ خیژي.

الله دا نوی کال مو د سولې او خپلواکی، امن او سوکالی، د شرعي نظام د پلي کیدا او د کفر د شکست باعث وکرځوي
امین یارب.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button