نيویارک ټايمز: په دوو ولايتونو کې د ( CIA) افغان جنګيالي ملکيان وژني

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۱)
د امریکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د خپلې وروستۍ ګڼې په يوه راپور کې ليکلي، چې د امریکايي استخباراتو “CIA” اړوند افغان جنګيالي د افغانستان په دوو ولايتونو کې ملکي وګړي په نښه کوي.
ورځپاڼه ليکي، په ننګرهار او خوست کې امريکايي استخبارات افغان جنګيالي روزي، وسلې ورکوي او د هغوی په امر فعاليتونه کوي زياتوي چې دغه افغان جنګيالي په خپلو شپنيو عملياتو- چاپو کې ملکي افغانان شکنجه کوي، وژني يې او هغوی ته زيانونه اړوي.
په راپور کې راغلي، افغان جنګياليو ته د امریکايي استخباراتو له خوا د ورته کړنو (چاپو- هوايي بريدونو) امر کېږي او په دې سره دغه جنګيالي د افغانستان او بشري قوانين تر پښو لاندې کوي.
په خوست کې د کمپاين په نوم ځواکونه او په جلال اباد کې د هوايي ډګر ځانګړې قطعه د امريکايي استخباراتو له خوا روزل کېږي او د سي آی ای په امر عمليات او فعالیت کوي.
وخت ناوخت دغه ځواکونه د امريکايي ځواکونو سره په ګډه شپني عمليات، چاپې او هوايي بریدونه کوي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه کېږي او هغوی ته مالي او ځآني زيانونه اړولي.
د کمپاين ځواکونه ډيری مهال په خوست، پکتيا، پکتيا ولايتونو کې عمليات کوي چې همدا تيره ورځ يې هم د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ کې د يوه قومي مشر په شمول اته ملکي کسان ووژل.
تر دې مخکې په بار بار د امريکايي استخباراتو د ځانګړو روزل شويو ځواکونو له خوا ملکي خلک په نښه شوي چې د يادو ولايتونو د مسوولینو په وينا دغه ځواکونه خپلسري عمليات کوي او دولت سره د خپلو عملياتو او پلانونو په اړه معلومات نه شريکوي.



