(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۲)
د ملکي هوايي چلند اداره وایي، نن یې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د هوایي حریم د کنټرول او د ملکي او نظامي الوتکو د څارنې او تنظیم په موخه د رادار د نصبولو د پروژې تړون د “ټالیس“ په نامه له یوې فرانسوۍ کمپنۍ سره لاسلیک کړ.
د یادې ادارې رئیس، محمود شاه حبیبي وویل،د رادارونو د نصبولو چارې به تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
حبیبي وویل، دغه سیستم به و کولی شي، چې له ځمکې څخه د ۵۵ زره فُټه په لوړه ارتفاع هر ډول ملکي او نظامي الوتکه پیدا او کنترول کړي.
نوموړی دغه راز د خپلې ادارې د لاسته راوړنو په هکله وویل، سږکال یې د تیرکال په پرتله شپږدیرش سلنه زیات عواید درلودل چې په وینا یې؛ په ۱۳۹۷ کال کې د ملکي هوایي چلند د ادارې عواید څه باندې ۸ میلیارده او ۱۴۰ میلیونه افغانیو ته رسېدلي دي.
حبیبي د هوایي دهلیزونو برمختګ هم بې مخینې وباله او زیاته یې کړه، سږکال له همدې درکه شاوخوا ۵۱۴۲ مټریک ټنه سوداګریز توکي، هند، چین، قزاقستان، ترکیې او اروپایي هیوادونو ته صادر شوي دي.


















