مجاهد: تير کال ۸۰۱۰ تنه دولتي منسوبين طالبانو ته تسليم شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۲)
د طالبانو د دعوت ارشاد او جلب جذب کمېسيون وايي، تير کال ورته په ټول هېواد کې ۸۰۱۰ دولتي منسوبين تسليم شوي چې له ځانونو سره يې سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې هم طالبانو ته سپارلي دي.
دغه ارقام د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه له يوه جدول سره يوځای خپاره کړي دي.
د مجاهد په وينا، په دغه دولتي منسوبين ټول نظامي کسان عسکر او پوليس دي چې له ځان سره يې طالبانو ته ۱۱۲۰ سپکه او درنه وسله او ۵۳ عرادې ټانګونه او رينجر موټر هم راوړي دي.
طالبانو په دغه جدول کې د هرې مياشتې د بيلابيلو دولتي منسوبينو د تسليمېدو ارقام او هغوی ته د تسليم کړيو وسلو تعداد خپرو کړی چې په وينا يې په دغه وسلو کې (۹۱۹) ميله کلاشنکوف، (۶۷) ثقيلان، (۳۷) راکټ لانچر، (۲۴) هاوانونه، (۸۳) دهشکې هم شاملې دي.
تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د یادونې ده، چې طالبان د دعوت ارشاد جلب جذب په نوم کمېسيون لري چې په ټول هېواد کې فعاليت کوي او د دولتي منسوبين، پوليس، اربکيان، ملي اردو او چارواکي دېته هڅوي څو له دولتي ليکو رابيل او طالبانو سره يوځای شي.
د طالبانو له خوا خپور شوی جدول:



