نیمروز: سږکال د وچکالۍ له امله سلګونه زره څاروي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۲)

د نیمروز د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي سږکال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله تر ۵۰۰ زره ډیرې غواګانې، پسونه او اوښان وژل شوي دي.

د دغه ولایت چارواکی وایي، سږکال د دې ولایت مالدارو کسانو ته نه جبرانیدونکې ضربه رسیدلې او هر مالدار سلګونه اهلي حیوانات له لاسه ورکړی دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد اکبر شریفي وایي، د څارویو د مړينې د مخنیوي په خاطر د کرنې وزرات دغه ولایت ته ۳۸۶ ټنه حیواني خوراکه لیږلې او هغو مالدارانو ته چې تر ۵۰ زیات څاروی یې درلودل ، ویشلې ده.

پژواک ته د سیمې یوه مالداره ویلي، ۳۰۰ غواګانې یې درلودلې چې د اوبو د نشتون له کبله اوس یوازې ۱۲۰ پاتې او نور یې ووژل شوې دي.
د دغه ولایت خلک وایي، دولت ورته د یوې اونۍ یا یوې ورځې لپاره د څارویو خوراکه ورکړې او د دوی هیڅ درد یې نه دی دواکړی او  په دې برخه کې یې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button