(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۲)
طالبانو د “اونۍ تبصره“ تر عنوان لاندې په خپره شوې یوه مقاله کې چې د دوی رسمي نظر څرګندوی ویلي، امریکایي او افغان ځواکونو په ګډه په دې ورځو کې یو ځل بیا د عام وژنو او وحشت سلسله پیل کړې ، هره ورځ د بې ګناه وګړو د قتلونو، د کورونو ورانولو، د ولسي اموالو د سوځولو او بیلابیلو بوږنوونکو جنایاتو خبر ورکول کیږي.
طالبان وایي، که دا چاپې د دوی د نسکورولو په موخه وي، هیڅ ګټه به ورته ونه کړی او په وینا یې چې؛“ افغان اولس چې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ میلادي کلونو کې ستاسو د هغه هجوم په وړاندې تاب راووړ چې د ۴۹ هیوادونو پوځیان مو اشرباڼي وو او په یو اړخیز ډول مو د دې اولس د محو کولو پروژه پیل کړې وه، نو اوس چې دلته د ګڼو هیوادونو بیرغونه نسکور شوي، افغان مجاهد اولس د جهاد په تاوده ډګر کې پوخ شوی او ستاسو اصلي ماهیت یې پیژندلی دی، هیڅکله دا تمه مه کوئ چې په دا وړ وحشتونو به یې روحیات کمزوري کړئ“
مقاله کې ویل شوي، امریکایانو اتلس کاله پر افغان ولس د مختلفو وحشتونو تر څنګ پراخ تبلیغاتي ډګر پرانیستی ساتلی و، چې له پراخو مصارفو سربیره یې ورته هیڅ کومه ګټه ونه کړه.
د طالبانو په باور، که امریکایان او حکومت یې په دې توګه د طالبانو د چپه کولو او له منځه وړلو یا تسلیمیدو هڅه کوي نو په وینا یې چې “ این خیال است و محال است و جنون“
طالبانو پر افغان او امریکایی چارواکو ژغ کړی چې چې روان وحشتونه به یوازې د اولس د قیام ولوله او د انتقام جذبه پياوړې کړي او د هغو بشري اداراتو چې ځانونه بشرپاله معرفي کوي، له نقابونو پرده پورته او اصلي بشرضده څیرې به یې ملت ته ښکاره شي.
باید وویل شي چې سږکال په افغانستان کې ۲۳۰۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۸۷۶ ټپيان شوي دي چې ښځې، ماشومان او سپين ږيري هم په کې شامل دي.
د ۸۳ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر حکومت ور اچول شوې چې د پورته شمیر ملکي وګړو له ډلې یې ۲۰۲۹ تنه د امريکا او حکومت له لوري په نښه شوي دي.


















