(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۳)
د امریکا ولسمشر په یوه هیښوونکي پیغام کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو، سیمیزو رقابتونو او روانې جګړې په تړاو ډیر څه ویلي.
ټرمپ ویلي، هیڅ اړتیا نشته چې امریکا په افغانستان کې جګړه وکړي او په وینا یې چې هلته باید روسیه، پاکستان، او هند جنګ وکړي، ځکه هغوی هلته څېرمه پراته او ګاونډیان دي.
ټرمپ دغه راز ویلي، پخواني شوروي اتحاد د خپل حق له مخې چې له دغه هیواد نه تروریستان ورتلل، پر افغانستان حمله وکړه؛ خو په وینا یې چې شوروي اتحاد د افغان جګړې مات او توک ټوک کړ، روسیه یې ترې جوړه او ډیووالي یې کړ.
ټرمپ دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې شتون ته هم اشاره کړې او ویلی یې دي، چې طالبان په خپل هیواد کې داعش ډله هیڅکله نه غواړي او خپلو جنرالانو ته یې توصیه کړې چې د دوی منځ ته ور نه شي
“طالبان زموږ دښمنان دي. داعش زموږ دښمن دی. څلور پنځه اونۍ دمخه مې زموږ جنرالانو ته یو سیمه وښوده چې دلته طالبان دي او هلته داعش دی او خپل تر منځ جنګیږي. ما وویل چې ولې یې نه پریږدو چې سرهددقڈ وجنګیږي؟ موږ ولې د دوي تر منځ ورلویږو؟”
نوموړي همدا شان د دفاع د وزیر جیمز مټیس د استعفا په هکله ویلي، چې ځکه یې له دندې ګوښه کړ، چې له ټولو واکونو سربیره یې افغانستان کې کوم پرمختګ ونه کړ
امریکایي شنونکي وایي، د ټرمپ اشاره د شوروي اتحاد ماتې ته وه، چې ښایي امریکا یې هم په برخلیک اخته شي او دغه راز د داعش ملاتړ چې د ناڅرګندو چورلکو په مټ ترسره کیږي او تور یې تر ډیره پر امریکایي استخباراتي مامورینو دی؛ چې ټرمپ یې د نه ملاتړ امر کړی او ویلي یې دي چې هغوی او طالبان باید مخامخ جګړو ته سره پریښودل شي.

















