(کابل ټکی کام : یکشنبه، مرغومی ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل):
د افغانستان او زمبابوې کرکټ سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب متحده عربي امارتو کې تر سره شوه دریمه یوه ورځينۍ لوبه د افغانستان سیالې لوبډلې زمبابوې وګټله .
د افغانستان اوزمبابوې ترمنځ پنځه لوبې کيږي دوه افغانستان او دریمه زمبابوې وګټله او ټاکل شوې څلورمه لوبه به د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي .
د افغانستان ملي کرکیټ لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته د ۱۷۶ رنزونو هدف ورکړ، چې د افغانستان لوبډلې ونه شوه کولی چې ټاکلی ټارګټ پوره کړي او په ډېره اسانۍ سره لوبه زمبابوې ته وبایلله .
لومړی پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله د بېټينګ پرېکړه يې وکړه ټول لوبغاړي يې په ۴۸ اورونو کې وسوځېدل ۱۷۵ رنزونه يي وکړه .
د افغانستان پینځه لوبغاړي یواځې د زمبابوې یوه لوبغاړي لوک مفواجونګوي وسوځول .
د زمبابوې ټيم کې تر ټول ډېرې منډې مسکډزا وکړې او د تېرې ورځې د لوبې غوره شخصیت ونومول شو.
افغانستان یوه لوبغاړي هم له ۳۱ زیاتې منډې ونشوې کړای، محمد شهزارد چې ترټولو یې زیاتې منډې جوړې کړې ۳۱ دولت ځدراڼ۷ او حشمت الله شاهدي ۶ منډې کړې وې .
د افغانستان درې لوبغاړي په صفر رن وسوځېدل په پیل کې تمه کېده چې دغه لوبه به هم د وړاندې په څېر افغانستان وکټي خو نتیجه بالعکس شوه .
څلورمه لوبه به په راتلونکې دوشنبې د مرغومي په ۱۴ ترسره کيږي .
بدرالدین ځواك


















