(کابل ټکی کام : یکشنبه، مرغومی ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل):
له لوګر ولایت نه بېړني راپورونه وايي چې په دغه ولایت کې د افغان ملي اردو یوې چورلکې سقوط کړی .
لومړني راپورونه ښيې چې په دغه پېښه کې درې تنه د اردو عسکر مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل دي .
د افغانستان کورنیو رسینو په دې اړه همدومره معلومات ورکړي نور جزئیات به لږ وروسته په لیکه شي .
د یادونې وړ ده چې ډیری وخت د افغان ملي پوځ الوتکې د طالبانو د بریدونو ښکار ګرځي خو تر دې دمه طالب ویاندویانو څه نه دي ويلي .
سليم بریال


















