نږدې نیمایي المانیان غواړي چې ځواکونه له افغانستان څخه کورونو ته ستانه شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۵)

په لویدیځه نړۍ کې د افغان جګړې د تمدید په هکله محبوبیت مخ پر کمیدو دی او لویدیځوال ولسونه له خپلو حکومتونو غواړي، چې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.

تازه یوې نظر پوښتنې دا ښوودلې کړې چې ۴۸ سلنه المانیان غواړي چې جرمني سرتیري له افغانستان څخه ووځي.
په دغه نظر پوښتنه کې ۲۹ سلنه المانیانو په افغانستان کې د خپلوسرتیرو له شتون څخه حمایت کړی دی .

المان کې دا نظر پوښتنه داسې مهالمخې ته راځي چې تازه په یوه بله نظر پوښتنه کې چې په افغانستان کې د جنګیدونکو امریکایي سرتیرو څخه شوې، په کې راغلې چې ۸۰ سلنه امریکایي پوځیان له افغان جګړې ستړي او ناخوښه دي.

بلخوا د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي، چې ډونالډټرمپ له خپل هیواد څخه د امریکایی سرتیرو پر ایستلو غور کوي.
المان په افغانستان کې ۱۴۰۰ سرتیري لري چې د ناټو په چوکاټ کې فعالیت کوي او څه موده وړاندې د دغه هیواد چارواکو خبرداری ورکړی وو، چې که امریکا له افغانستان څخه د وتلو هوډ کړی وي، الماني پوځیان به ترې وار ړومبی کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button