کابل بازارونه: د خوراکي او غیر خوراکي توکو نرخونه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۵)

د تیرې اونۍ په پرتله دا اونۍ بیا هم د کابل په بازارونو کې خوراکي توکي په خپل حال خو په ځینو غیرخوراکي توکو نرخونو کې تغیر راغلی وو.

نن د کابل په بازارونو کې د تیرې اونۍ په څیر د ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بيه ١٣٢٠ افغانۍ/ پرچون ١٤٠٠ افغانۍ

٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره عمده ١٧٢٠ افغانۍ/پرچون ١٨٠٠ افغانۍ

١٦ لېتره خورشيد غوړي عمده ١٠٠٠ افغانۍ/ پرچون ١١٠٠ افغانۍ

٢٤ کيلوګرامه اول سېله وريجې عمده ٢٠٠٠ افغانۍ/ پرچون ٢٤٠٠ افغانۍ
همدا راز یو کیلو ګرام اندونيزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او تور افريقايي چاى په ٣٥٠ افغانۍ پلورل کیده.

د سوخت موادو هم چندان تغیر نه وو کړی او د تیرې اونۍ په څیر د یو لېتر پټرولو بیه ۵۴ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو هم ۵۴ افغانۍ وو.

بلخوا بیا یو کیلو مایع ګاز له ۵۰ افغانیو ۶۰ افغانیو ته لوړ شوی وو.

همدا شان د یو خروار بې پوسته بلوط لرګیو بیه ۶۹۰۰ افغانۍ او د یوه خروار سرې ارچې بیه ۶۷۰۰ افغانۍ وه.
د تیرې اونۍ په څیر د يوه ګرام روسي سرو زر
۱۹۵۰ افغانۍ او ۷۵۰ عیاره عربي سره زره په ۲۴۵۰ افغانۍ پلورل کیدل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button