(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۵)
سياسي ګوندونه او پر ټاکنو د سياسي ګوندونو ناظرین وايي، کابل کې د ولسي جرګې انتخابات له درغلیو ډک و بايد دغه ټاکنې باطلې اعلان او يوځل بيا ترسره شي.
په دې اړه نن په کابل کې د سياسي ګوندونو يو شمير استازي راټول شوي و او د ټاکنو کمېسيون پر کمشنرانو او د ولسي جرګې پر ټاکنو کې يې نيوکې وکړې.
په دغه اعتراضيه غونډه کې د حزب اسلامي استازي سيف الرحمن حبيبي ووي، ټاکنو کمېسيون د مديريت له پلوه کمزوری دی، د انتخاباتو پر ورځ پر درغليو بوخت نيول شوي کسان بيرته خوشې شوي او دغه ټاکنې دوی ته د منلو نه دي.
دغه راز د جنبش ګوند استازي حسيب الله ترين بيا وايي، ټاکنو کمېسيون د زياتره نوماندانو د رايو صندقونه ورک کړي او د خلکو رایو سره خيانت شوی دی.
دوی وايي، د ولسي جرګې ټاکنو پر ورځ یو زيات شمير د درغليو ويډيوګانې شتون لري چې د ځانګړو نوماندانو لپاره کمپاين کېږي ” په خبره امنیتي ځواکونو هم هغه کسان نه نیول چې په ورته درغلیو کې یې لاسوهنه کوله او یوازې تماشبين جوړ شوي و”.
د يادو ګوندونو استازو د ټاکنو شکاياتو کمېسيون هغه پریکړه تاييد کړه چې ويلي و (په کابل کې دې د ولسي جرګې ټاکنې بيا ځلې ترسره شي).
دوی وويل، د رایو د بیا شمېرنې په پروسه کې د نوماندانو ناظرین او مفسدین د کمېشنرانو په ضمانت ګومارل شوي وو او په رایو کې یې لاسوهنه کوله.
شاوخوا یوه نيمه مياشت کېږي چې د ولسي جرګې انتخابات شوي خو لا هم د کابل ولايت او د کوچيانو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.
له انتخاباتو څو ورځې وروسته ځينو وکيلانو ادعا وکړه، هغه نوماندان چې د رايو په واسطه بريالي نه شي نو د ولسي جرګې چوکۍ په څلور زره ډالره اخلي او پارلمان ته لاره پيدا کوي.


















