سوریه: امریکایي او روسي جیټ الوتکو پر ملکیانو زړه یخ کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۵)

په سوریه کې یوځل بیا د امریکایي او روسي ایتلاف الوتکو په جلا جلا بمباریو کې لسګونه بیګناه وګړي وژلي دي.

خبر زیاتوي،امریکایي الوتکو د دیر الزور ولایت په دریو بیلابیلو سیمو بمبار کړی چې ۵۹ ولسي کسان یې شهیدان کړي دي.

سوري رسنۍ وایی، لومړۍ بمبارۍ د یاد ولایت په کشکیه ښار شوې او د يوې کورنۍ ۱۱ تنه غړي يې وژلي دي.
دغه راز  په یوه بله سیمه هم برید کړی او ۲۴ تنه ولسي کسان په کې وژلي شوي دي.

امریکایي ایتلاف همداشان د دغه ښار په ختیځ کې د شفعه پر کلي هوايي برید کړی،چې ۱۳ تنه ولسي وګړي چې ډېری یې ماشومان دي، پکې وژل شوي .

بل پلو بیا روسي الوتکو  د دغه هیواد پر خان عسل، اورم الکبرا او دارالعزه ښارګوټو هوايي بریدونه کړي چې دوه تنه ملکیان يې وژلي او ګڼ نور ژوبل دي.

بلخوا بیا رسنۍ وایی چې د جبهة النصر او جیش الحر د وسلوالو ډلو ترمنځ نښتو کې تر سلو ډیر کسان وژل شوي، د دې شخړو لامل دا ښوودل شوی چې د النصره جبهې لخوا مخالفه ډله د خپلو ۵ ملګرو په وژل کیدو تورنه شوې وه او د کسات اخیستلو دا شخړه پر خونړۍ ذات البیني شخړه بدله شوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button