(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۵)
طالبانو خبرداری ورکړی چې هوډمن دي چې نور هم خپلو بریدونو ته زور ورکړي ، د ګډوځواکونو تر واک لاندي سیمې ونیسي او خپل ولسونه د امریکایي او افغان عسکرو دوحشت او دهشت څخه خلاص کړي.
طالبان وروسته تر هغه دا خبرداری ورکوي چې افغان او امریکایي ځواکونو پر ولسي افغانانو خپل هدفي بریدونه زیات او په وروستیو څو میاشتو کې یې سلګونو بیګناه افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.
طالبانو د “ورځې خبره“ تر عنوان لاندې مقاله چې د دوی رسمي نظر څرګندوي ویلي
“مجاهدین دخپلو خلګوسوکالۍ ته ژمن دي، ددښمن دسیسې به شنډوي او دخپل مظلوم ولس انتقام به ددین او وطن له یرغلګر او ګوډاګي دښمن څخه اخلي“
طالبان دغه راز وایي چې هوډمن دي تر څو د خلکو ټولنیز امنیت تامین کړي، خلګو ته دکار، زراعت او صنعت اسانتیاوي برابرې کړي، ددیني او عصري علومو ادارې فعالې او ودانې کړي او په ټوله کې خلکو ته لازم سهولتونه برابر کړي.
د طالبانو په رسمي مقاله کې راغلي،هره ورځ دهیواد په مختلفو برخو کې ګڼې پوستې او بیسونه د دوی لاس ته لویږي او د دواک ساحه یې پراخیږي، خو په غبرګون کې یې افغان او امریکایي ځواکونو د بې دفاع ولس پر ضد عملیات پراخ کړي،ګڼې مدرسې، ښوونځي، کلینیکونه او بازورنه یې وران کړي او په مختلفو پلمو یې ولسي خلګ شهیدان او بندیان کړي دي.
باید وویل شي چې د هیواد په لوی اکثریت اراضي باندې د طالبانو تر چتر لاندې نظامي، فرهنګي، تعلیمي او روغتیایي ټیمونه فعالیت لري چې د بیارغونې په ګډون د ځینو ټولنیزو چارو د ټیمونو رامنځته کول یې نوې هڅه ده.


















