اوچا: تیر ۲۰۱۸م کال د جګړو له امله نږدې “درې نیم لکه“ افغانان کډوالۍ ته اړ شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۶)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره “اوچا“ وایي په تیرکال کې سلګونه زره افغانان د جګړو له امله له خپلو مینو بیځایه شوي دي.
دغه اداره وایي،په تیر ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۳۴۳ زره افغانان د سختو جګړو، شپنیو چاپو او عملیاتو له امله د کورونو پریښودو ته اړ شوې، چې دا شمیر له ۲۰۱۷ کال څخه کموالی ښیي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې ، په ۲۰۱۷ کال کې تر ۵۰۰ زره ډیر افغانان د کورونو پریښودو ته اړ شوي وو.

اوچا وایي، په تیرکال کې ۳۰۰ زره افغانانو د وچکالۍ له امله هم کډوالۍ ته اړ شوې، چې دا ترټولو ستره او خطرناکه شمیره ده.

په عین حال کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، سخته وچکالۍ، د کارونو نه شتون او نا امني هغه ستونزې وې چې تیر ۲۰۱۸ کال یې تر ۶۵۰ زره ډیر افغانان کډوالۍ ته اړ کړل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button