(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۶)
د کورنيو چارو وزارت وايي، نن سهار د پوليسو پر يوه رینجر موټر چاودنه شوې چې پوليس يې ټپيان کړي دي.
د کورنيو چارو د وزارت وياند، نجيب دانش رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دغه چاودنه د کابل ښار په شپاړلسمه امنيتي حوزه کې شوې ده.
د دانش په وينا، په يوې رينجر موټر پورې چسپکي ماين نښلولو شوی و چې چاودنه يې رامنځته کړې زياتوي په چاودنه کې رينجر موټر ويجاړ او درې پوليس ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
خو تر دې مخکې د کابل ښار په ګډون په ځينو نورو ښارونو کې پر پوليسو ورته ډول چاودنې او بريدونه شوي چې مسوليت يې طالبانو منلی دی.
طالبان وايي، په ښارونو کې يې چريکي دلګۍ فعاليت کوي چې وخت ناوخت د پوځي کسانو په شمول چارواکي هم د خپلو بريدونو او چاودنو هدف ګرځوي.
















