(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۶)
د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د صفر درې ځانګړو ځواکونو په عملياتو د درې ميرمنو په شمول اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په چنارتو سيمه کې شوي دي.
سيمه ييزې خبريال صادق الله افغان په خپله فسبوک پاڼه ليکي، دغه عمليات د ملاصاحب د سرای صفردرې قطعې کړي چې پر مهال يې پنځه ملکي وګړي وژلي او درې ميرمنې ټپيانې دي.
صفریک، صفردو، صفر سې هغه قطعې دي چې تر ډيره د افغانستان د استخباراتو او بهرنيو ځواکونو له خوا روزل کېږي او عملیات يې د هغوی په همکارۍ ترسره کېږي.
په وروستيو کې دغو قطعو پر ملکي ميشت ځايونو خپلو شپنيو عملیاتو ته زور ورکړی چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه کېږي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
په هېواد کې د بهرنيو ګډو ځواکونو او يادو قطعو په عملیاتو کې د ملکي خلکو پر وژل کېدو د ملي يووالي حکومت له تيرو څو کلونو راهيسې چوپه خوله دی چې د مخينيوي په اړه يې تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی او نه يې د ملکيانو پر وژل کېدو تر اوسه هيڅ خواشينې ښودلې.
تيره ورځ طالبانو ويلي و، چې دښمن له مجاهدینو سره دمخامخ کیدو توان نه لري،خو دبې دفاع ولس پر ضد یې عملیات پراخ کړي،ګڼې مدرسې، ښوونځي، کلینیکونه او بازورنه یې وران کړي او په مختلفو پلمو یې ولسي خلګ شهیدان او بندیان کړي دي.
















