امريكا كې د نوي کال په لومړۍ شپه ۳۰ کسان په بریدونو کې وژل شوي دي

(کابل ټکی کام : یکشنبه، مرغومی ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل):
د امریکا فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۶ زيږديز کال په لومړۍ ورځ ۳۰ کسان په وسلوالو بریدونو کې وژل شوي او دوه دومره نور يې ټپیان شوي دي .
د نوموړې ادارې د معلوماتو په بنسټ دغه وسلوال بریدونه د امریکې په مختلفو ایالاتو او بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي .
په وژل شوو کې ۶ تنه یواځې کم عمره ماشومان دي چې عمرونه يې له ۱۷ کالو نه کم ښودل شوي دي .
دغه راز د امریکا فدرالي ادارې ويلي دي، چې د متحده ایالاتو د نوي کال د لومړۍ شپې ټول قربانیان د برتانيې او استراليا د ټول کال د جنايي جرمونو له وژل شوي سره برابر دي .
په دې سر بېره دغه شمېره د نوي زيلاند، اتريش، ناورې، سلوانيا، استونيا، آيسلند هېوادونو او د برمودا او هانګ كانګ د ښارونو د يوه کال جنايي جرمونو په پايله كې د وژل شوو كسانو د مجموعي شمېرې نه هم ډېره ښودل شوې ده .
د نوموړې ادارې احصائیه ښيي چې په امريكا كې په تېرو ۱۰ كلونو كې د ورته بريدونو په پايله كې د وژل شوو كسانو شمېره تر درې سوه زره كسانو څخه لوړه شوې ده .
د تېر ميلادي ۲۰۱۵ کال کې په امريكا کې ۵۲ زره وسله وال بريدونه ترسره شوي دي چې په دغو بریدونو کې ۱۳۳۱۲ تنه وژل شوي او تر ۲۷ زرو تنو زيات كسان ژوبل شوي دي .
په دې اړه تېره ورځ د امريکې ولسمشر اوباما هم یوه اندېښنه څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې دې ناقانونه وسلو د مخ نيوي لپاره به ځانګړی اقدام کوي .
سليم بریال



